صهیونیسټ رژيم هر ډول غیر انساني عمل کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130738-صهیونیسټ_رژيم_هر_ډول_غیر_انساني_عمل_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د الاقصی جومات د سپکاوي جنایت وغاند.
(last modified 2023-04-06T07:07:37+00:00 )
Apr 06, 2023 11:26 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم هر ډول غیر انساني عمل کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د الاقصی جومات د سپکاوي جنایت وغاند.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره په الاقصی جومات کښې د صهیونیسټ ماشوم وژونکي او د ظالم رژیم وروستی جنایت چې د مسلمانانو په لومړۍ قبلې کښې د فلسطیني اعتکاف کونکو روژه تیانو د ژوبلیدا او د نیول کیدا سبب شول د دنیا عمومي افکارو ته د صهیونیسټ ناروا او موقته رژیم د شخصي وحشي توب او له تاوتریخوالي څخه ډکه څيره نندرې ته وړاندې کړه داسې وحشي رژیم چې  خپلو نیواکګرانه او زیات غواړو هدفونو ته د رسیدا لپاره هر ډول غیر انساني عمل ترسره کوي.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په سپکاوي کولو کښې د قدس د نیواکګر رژیم د جنایت په کلک ډول غندلو سره د نړۍ له ټولو ملتونو ، اسلامي حکومتونو ، شخصیتونو ، نړیوالو ټولنو ، ازادي غواړو او عدالت غواړو وغوښتل چې دغه جنایت او ناوړه حرکت وغندي او د صهیونیسټانو د وحشیانه جنایت او تیري خنډ شي.