صهیونیسټ رژيم هر ډول غیر انساني عمل کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د الاقصی جومات د سپکاوي جنایت وغاند.
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د یوې بیانیې په خپرولو سره په الاقصی جومات کښې د صهیونیسټ ماشوم وژونکي او د ظالم رژیم وروستی جنایت چې د مسلمانانو په لومړۍ قبلې کښې د فلسطیني اعتکاف کونکو روژه تیانو د ژوبلیدا او د نیول کیدا سبب شول د دنیا عمومي افکارو ته د صهیونیسټ ناروا او موقته رژیم د شخصي وحشي توب او له تاوتریخوالي څخه ډکه څيره نندرې ته وړاندې کړه داسې وحشي رژیم چې خپلو نیواکګرانه او زیات غواړو هدفونو ته د رسیدا لپاره هر ډول غیر انساني عمل ترسره کوي.
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په سپکاوي کولو کښې د قدس د نیواکګر رژیم د جنایت په کلک ډول غندلو سره د نړۍ له ټولو ملتونو ، اسلامي حکومتونو ، شخصیتونو ، نړیوالو ټولنو ، ازادي غواړو او عدالت غواړو وغوښتل چې دغه جنایت او ناوړه حرکت وغندي او د صهیونیسټانو د وحشیانه جنایت او تیري خنډ شي.