د صهیونیسټ رژیم له نیل تر فرات پورې خوب له مینځه تللی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131052-د_صهیونیسټ_رژیم_له_نیل_تر_فرات_پورې_خوب_له_مینځه_تللی
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د انتفاضې او د قدس د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف وویل د سیمې اوسني شرایط د فلسطین په ګټه دي او د صهیونیسټانو له نیل څخه تر فرات سیند پورې خوب له مینځه تللی دی.
(last modified 2023-04-11T04:51:28+00:00 )
Apr 11, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم له نیل تر فرات پورې خوب له مینځه تللی

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د انتفاضې او د قدس د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف وویل د سیمې اوسني شرایط د فلسطین په ګټه دي او د صهیونیسټانو له نیل څخه تر فرات سیند پورې خوب له مینځه تللی دی.

هغه په خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د روان کال د قدس نړیواله ورځ به یوه تفاوت لرونکي ورځ وي ډاګینه کړه د تیر میلادي کال له روژې میاشتې راهسې تر نن ورځې پورې داسې ورځ نشته چې صهیونیسټان په ارامښت کښې وي.

رمضان شریف وویل د لومړي ځل لپاره ده چې د فلسطیني ډلو ترمینځ وحدت لیدل کیږي او د ساز باز او د خبرو هیڅ بحث مطرح نه دی.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د شورا د انتفاضې او د قدس د کمیټۍ مشر رمضان شریف وویل د مقاومت په جبهې کښې هم وحدت او د ګډو عملیاتو کوټه رامینځته شوي ده.

رمضان شریف په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم د ایران او د اسلامي هیوادونو لومړی لمبر دښمن دی زیاته کړه صهیونیسټانو تل له علمي پرمختګونو سره مقابله کړي ده او ورانکار او ترهګر فعالیتونه یې ترسره کړي دي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د صهیونیسټ رژيم له نیل څخه تر فرات سیند پورې خوب له مینځه تللی دی وویل د اسرائیلي چارواکو له انکار سره سره د څه د پاسه شل میلیونه صهیونیسټانو اپوټه مهاجرت د عملیاتي کیدا په حال کښې دی.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د شورا د انتقاضې او د قدس د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف د خپلې وینا په بلې برخې کښې په تهران کښې د قدس د نړیوالې ورځې د لاریونونو لارو ته په اشارې سره وویل د قدس د نړیوالې ورځې اصلي شعار د اسلامي نړۍ د وحدت چورلیز او د قدس ازادۍ  ټاکل شوی دی او په تهران کښې به د اسلامي شورا مشر قالیباف خلکو ته وینا وکړي.