ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131066-ورځپاڼو_ته_کتنه
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د مولای عرشیان او فرشیان حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام د شهادت په مناسبت تسلیت وړاندی کړی دی او د عراق په نجف اشرف کې یې د هغه حضرت د ملکوتی حرم انځور چاپ کړی دی چی د اهل بیتو اطهارو له میناوالو ډک دی .
(last modified 2023-04-11T07:45:37+00:00 )
Apr 11, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د مولای عرشیان او فرشیان حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام د شهادت په مناسبت تسلیت وړاندی کړی دی او د عراق په نجف اشرف کې یې د هغه حضرت د ملکوتی حرم انځور چاپ کړی دی چی د اهل بیتو اطهارو له میناوالو ډک دی .

 

جمهوری اسلامی

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د مولای عرشیان او فرشیان حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام د شهادت په مناسبت تسلیت وړاندی کړی دی او د عراق په نجف اشرف کې یې د هغه حضرت د ملکوتی حرم انځور چاپ کړی دی چی د اهل بیتو اطهارو له میناوالو ډک دی .

سباد رسول ا... مبارک د جانشین او وصی مولای موحدان امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام د شهادت غمجنه ورځ ده چی په دې مناسبت د تهران راډیو درست کارکونکی هم د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکیو ته تسلیت وړاندی کوی .

د ایران سازمانونو او اورګانونو دقدس ورځې په لاریون کې د شتون لپاره خلکو ته بلنه ورکړه .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل ایران ایټمی موافقې ته د ستنیدا لپاره چمتو دی .ده همداراز په خپلو خبرو کی ویلی دی د ایران او اماراتو اړیکی مخ په ودې دي .

د یمن انصار ا... غورځنګ وایی د صنعا دروازې په ټولو خلاصې دي .

د ایران د کشتۍ ملی ټیم د اسیا اتل شو .

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي وایی  د قدس نړیواله ورځ د فلسطین د ملت د مظلومیت ورځ ده . هغه وایی د قدس نړیواله ورځ د نړۍ د ملتونو لپاره یو فرصت دی چې په یوه خوله د فلسطین  ملت مظلومیت غږ پورته کړي او د فلسطین مسله یو زوړ زخم دی چې  اویا کاله کیږي د نړۍ د ملتونو زړونه یې داغي کړي دي. ابوالفضل عمومي زیاته کړه صهیونیست رژیم کله نه کله او ځینې وختونه د سیمې او د نړۍ له شرایطو په استفادې سره په فلسطین مظلوم ملت باندې دباو زیاتوي.

ورځپاڼه په دوام کې دابوالفضل عمويي  له قوله زیاتوی چی څو ورځې کیږي د صهیونیسټ رژیم لخوا په الاقصی جومات کښې په اعتکاف کونکو حملې شوي دي او هغو  ظلمونو چې د فلسطین د  خلکو پرضد کیږي د روان کال د قدس ورځې اهمیت دوه چنده کړی دی ، په همدې دلیل هغه کسان چې ازادۍ غواړي باید په قدس ورځې چې د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه ده له دغه فرصته استفاده وکړي او له صهیونیسټانو د کرکې په څرګندولو سره د فلسطین د کړیدلي ملت مظلومیت خلکو ته وروښيي.

کیهان

 دغې ورځپاڼۍ هم د نورو ورځپاڼو په شان د مولای متقیان امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام د شهادت په مناسبت تسلیت وړاندی کړی دی .

کیهان ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ همداراز د اسراییل ټایمز ورځپاڼۍ دا اعتراف هم چاپ کړی دی چی ایران د نوی مینځنی ختیځ د جوړولو په حال کی دی .

نیوزویک لیکلی دی امریکا او اسراییل د ایران له توغندیو اوډرون الوتکو ویره لري .

د کریملین ماڼۍ ویاند دمیتري پسکوف وویل چین حق لري د پوځي مانورې په ترسره کولو سره د امریکا لمسونکو اقداماتو ته ځواب ورکړي.

د صیهونیسټ رژیم هاارتص ورځپاڼۍ هم په خپله ګڼه کې لیکلی دی ، هغه رژیم چی ټاکل شوی ده ، بدل شی اسراییل دی نه ایران .

 په عمان کښې د عربستان سفیر د ایران له سفیر سره کتنه او خبرې اترې کړی دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت لوی قوماندان د اسرائیلو رژیم د خبرو په ځواب کې وویل د صهیونیستی رژیم ختمولو لپاره زمونږ د سپېڅلي دفاع د اته کلن پړاو یوازې یو عملیات بسنه کوي. د اسرائیل د رژیم لوی درستیز په وروستیو ورځو کې ویلي چي صهیونیست رژیم د امریکا له مرستې پرته هم کولایشي په ایران برید وکړي.

ورځپاڼه لیکی جنرال سید عبدالرحیم موسوي د صهیونیستي رژیم د لوی درستیز د وېناو په اړه وویل دا د صهیونیستي عسکرو د روحیې د پیاوړي کولو او د اسرائیلو رژیم د کورنیو ستونزو د هوارولو په لړ کې تشې خبرې دي.

جنرال موسوي جوته کړه: صهیونیستي رژیم چي خپله د غرقېدو په حال کې دی او د پرځېدلو نښې نښانې یې له مخې نه زیات ښکاره شوي دي، له دې نه زیات وړوکی دی چي ایران ته ګواښ وګڼل شي، د دې رژیم د چارواکو لیونی ډوله کړچار به د اسرائیل د پاشلتیا بهیر نور هم ګړندي کړي.

کلید

بې وزلۍ د کورنۍ سرپرستې مېرمنې سوال ته اړ کړې

سږکال په فاریاب کې د نورو کلونو په پرته د سوالګرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې د ښار په هره کوڅه او څنډه کې لیدل کېږي

په دې سوالګرو کې ډېری یې مېرمنې دي چې د بې وزلۍ له کبله اړ شوې ترڅو نورو ته د سوال لپه وغځوي.

مرسل چې د شپږو ماشومانو مور ده وايي، پر نشه‌يي توکو روږدی خاوند او خپل ماشومان یې پريښي او اړ شوې چې دوی ته د نفقې پیدا کولو لپاره سوال وکړي.

دا هیله لري چې د کار زمینه ورته برابره شي، ترڅو وکړی شي خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړي.

«زه د خلکو په کورونو کې کار کوم، ورځ مې بده ده، د شپږو ماشومانو پالنه زما په غاړه ده، په هغو ورځو کې چې واوره اورېدله، موږ د سوخت لرګي نه درلودل، د خوراک لپاره څه نه وو، زه خلکو ته د سوال لپاره لاس غځوم، څنګه وکړم، ماشومان مې وږي دي، باید ډوډۍ ورته پیدا کړم، د خپلې کورنۍ سرپرستي را تر غاړې ده.»

یوه بله مېرمن رابعه چې ټوله ورځ د ولایت مقام مخې ته سوال کوي وايي:« خاوند مې مړ شوی، درې ماشومان لرم، له خدای پرته نور څوک نه لرم، زه سوال کوم ترڅو خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، که یې پیدا نه کړم مجبوره یم چې په نهاره ویده شم.»

په فاریاب کې یو شمېر مدني فعالان د سوالګرو زیاتېدل یوه لویه ټولنیزه ستونزه یادوي او وايي چې ډېری کورنۍ د جګړو له کبله بې ځایه شوې چې سرپرستان هم نه لري.

مدني فعال فیروز غفوري وايي:

د کاري فرصتونو نشت د دې سبب شوی چې د ښځينه سوالګرو شمېر زیات شي، دولت باید سوالګرو مېرمنو ته د کاري فرصتونه برابر او د دوی ماشومان په زدکړو کې شامل کړي.»

بل لورته د فاریاب ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست رییس مولوي ریحان الدین متوکل هم مني چې په دې ولایت کې د سوالګرو مېرمنو شمېر زیات شوی.

دی وايي، طالبان په پام کې لري چې سوالګر راټول او د کار زمینه ورته برابره کړي.

« دا مېرمنې د اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوي چې نورو ته لاس اوږد کړي، اسلامي امارت په دې اړه جدي پرېکړه کړې چې مستحق سوالګر پیدا او د کار زمینه ورته پیدا کړي، په یو شمېر ولایتونو کې دا پروسه شروع شوې او دلته به هم ډېره ژر پیل شي.

مسیر

ارزګانیان د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سر ټکوي

د ارزګان په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د دې لامل شوی چې ډېری ښځینه ناروغانې مرکزي روغتونونو ته تر رسېدو وړاندې ژوند له لاسه ورکړي.

ارزګان هم د افغانستان هغه ولایت دی چې د ښځینه ډاکترانو د نشت له کبله یې ولس له سختو ستونزو سره مخ دی چې دا مهال هلته د ټول ولایت په کچه یوازې اته ښځینه «ام.ډي» ډاکترانې شته. ترینکوټ ته د مرکز په ګډون د ارزګان ولایت د شپږو ولسوالیو بیړني نارینه او ښځینه ناروغان د درملنې په هدف راوړل کېږي. خو اساسي ستونزه بیا هم د ښځینه ډاکترانو کمښت دی چې خلک یې له ځور سره مخ کړي او له دولت څخه یې د حل غوښتنه کوي. په ياد روغتون کې دا مهال يوه «ام.ډي» او دوې د نسايي‌ولادي متخصصي ډاکټرانې فعالیت لري. خو د دغه ولایت مېرمنې وایي، د ښځینه ډاکترانو له جدي کمښت سره مخ دي او ډېر کله مېرمنې له لرې پرتو سیمو څخه مرکز ته د رالېږد پر مهال ژوند له لاسه ورکوي. زرمینه د ترنیکوټ ښار اوسېدونکې ده چې خپل ناروغ یې د درملنې لپاره روغتون ته راوړی دی

هغې وویل چې که ښځینه ډاکترانې زیاتې شي، ډېره اسانتیا به رامنځته شي، ځکه په خبره یې، ډېری داسې ناروغۍ شته چې نارینه ډاکتر ته یې ویل سخت وي او ښځینه یې له ویلو څخه شرمېږي.

«ښځينه ډاکټرانو ته خوشحاله يو، نارينه ډاکټر ته موږ خپله ناروغي نه شو بیانولی، موږ په ارزګان ولايت کې ښځينه ډاګټرانې ډيرې کمي لرو او له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په ټولو روغتونو کې دې ښځينه ډاکټرانې زياتې کړي.»

ګل نازه بله هغه ميرمن ده چې دترينکوټ ولايتي روغتون د خپلې درملنې په هدف راغلي ده.

هغه هم له ورته ستونزو څخه شکايت کوي او زياتوي چې نه غواړي چې دوی خپل ناروغۍ نارينه ډاګټرانو ته ښکاره کړي.

بلخوا، د یاد ولایت روغتیایي مسوولین بیا وایي چې د ټول ولایت په کچه یوازې اته «ام.ډي» ډاکترانې لري او دا په هېڅ صورت بسنه نه کوي، ځکه د ارزګان ولایت نفوس ډېر دی.

د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر محمد ا...روحاني وویل، هغه ځایونه چې ښځینه ډاکترانې پکې نشته، اوسمهال نارینه ډاکتران هلته دندې ترسره کوي.

«د ښځينه ام ډي ډاکټرانو کمۍ شته چې هغه په «سي.ايچ.سي» کې نيول کېږي، خو په ټولو کلينکونو کې موږ ښځينه «ايم.ډي» ډاکټرانې نه لرو او په هغو بستونو کې نارينه ډاکټران کار کوي.»

د ارزګان ولايت د عامې روغتيا رياست ریيس ډاکټر محمد ا... روحاني وايي، د خلکو دغه ستونزه يې تر وزارت ته رسولې او هيله لري چې ژر به حل شي.

«دغه ستونزه موږ د وزارت له معين سره شريکه کړې او هيله شته چې ژر به دغه ستونزه حل شي.»

د ارزګان ولایت اوسېدونکي هم وایي، دوی پر دې نه دي خوښ چې ښځینه یې نارینه ډاکترانو ته د درملنې لپاره یوسي، خو اوس چې ښځینه ډاکترانې کمې دي، اړ دي چې خپلې ښځینه نارینه ډاکترانو ته د درملنې په هدف ور وړي.

اغا محمد او ګل اغا له دولت څخه وغوښتل چې په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو د کمښت ستونزه حل کړي.

«په ارزګان کې ښځينه ډاکټرانې بېخي کمې دي، موږ ښځينه ډاکټرانو ته زياته اړتيا لرو، ښځينه ډاکټرانې زياتي مهمې دي، مثال يوه ښځينه نارينه ډاکتر ته خپل ناروغي نه شي بیانولی. موږ هیله لرو چې دلته متخصصې ښځینه ډاکترانې په دندو وګمارل شي، نرسانې ستونزه نه شي حل کولی. نه یوازې ارزګان، بلکې د هېواد ډېری ولایتونه له ورته ستونزې سره مخ دي. اوسېدونکي یې له دولت څخه غواړي چې ښځینه‌وو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، تر څو په طب او نورو برخو کې تر لوړو زده کړو وروسته د ولس خدمت وکړي.