د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې د رئیسي ګډون
Apr 14, 2023 10:34 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې ګډون وکړ.
د اسلامي ایران له شمال او سویل څخه نیولې تر ختیځ او لوېدیځ پورې د ایران د ملت مختلفو برخو نن جمعه د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل جوش او جذبې سره یو ځل بیا د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ غږ اوچت کړ.
په دې تړاو د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم په تهران کې د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کې د خلکو په پراخ لاریون کې ګډون وکړ.
سږ کال هم د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په ساحلونو او سمندرونو کې د مقاومت په محور هېوادونو کې د فلسطین له مظلوم ولس سره د ملاتړ لپاره د لومړي ځل لپاره سمندري پریډ ترسره شو.
ټیګونه