مقاومت، د بریا او پرمختګ لاره ده
د ایران د اسلامي شورا مشر، مقاومت د کامیابۍ او پرمختګ لاره وبلله او وویل: زموږ وحدت او یووالی د مقاومت او پر الهي سنتونو د تکیه کولو او د مقاومت د جبهې د ولسي کولو له لارې تېرېږي.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» نن د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په تهران کې د جمعې د لمانځه له خطبو مخکې په یوه وینا کې، دغه ورځ د امام خمیني (ره) د یادګار ورځ وبلله او د صهيونیستي رژيم د جوړېدو تاريخ ته په اشارې سره وويل: صحنې ته د اسلامي امت په راتګ او د اسلامي انقلاب په پرمختگ سره، د ماشوم وژونکي، غاصب او نامشروع صهیونیستي رژیم له جنایتکاره مخ څخه پرده پورته شوه او نن ورځ د قدس په برکت سره مسلمانان کولای شي چې د تیر وخت په پرتله تر بل هر چا په لوړ غږ ووایي؛ قدس د ټول فلسطین پلازمېنه او فلسطین د اسلامي نړۍ پلازمېنه ده.
د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: د استکبار جبهې هڅه کوي چې د قدس او فلسطین موضوع له سیمې او اسلامي نړۍ او نړیوالو ټولنو څخه لرې کړي، خو د قدس ورځ او د مقاومت جبهې دوی ته دا اجازه ورنکړه.
قالیباف په اشارې سره وویل: د قدس ورځ موږ ته وښودله چې زموږ د کامیابۍ او پرمختګ لاره د مقاومت لاره ده. زموږ وحدت او یووالی د مقاومت او پر الهي سنتونو د تکیه او د مقاومت د جبهې ولسي کولو په لاره کې تېرېږي.