د ایران دفاع وزیر مسکو ته لاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر د سوریې او ترکیې تر مینځ د اړیکو د رغولو په څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر محمد رضا اشتیانی په یاده غونډه کې به د ترکیې او سوریې تر مینځ د اړیکو د رغولو د لانجو هوارولو په هکله له خپلو سیالانو سره، خبرې اترې وکړي.
که څه هم په سوریې کې د داعش ترهګره ډله ماته خوړلې ده خو د ترکیې او امریکا په شمول ځینو هیوادونو لا هم د سوریې د رسمې حکومت په ضد له وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي.
ایران او روسیه هم د ترهګرو په ضد د سوریې له حکومت څخه ملاتړ کوي.
د ترکیې حکومت د امنیتي مسائلو څخه د اندېښنې او د سوریې د حکومت په ضد خلاف د وسلوالو د ملاتړ لپاره سوریې فوځې اډه جوړه کړې ده، په وروستیو ورځو کې په سوریې کې د ترکیې د غیرقانوني فوځي شتون په خلاف ولسې مظاهرې شوې دي.
همدارنګه د سوریې د حکومت مخالفینو په قطر او په ترکیې یو نیم غونډې تر سره کړي دي.
ایران او روسیه هڅه کوي چي د سوریې او ترکیې تر مینځ د اړیکو له رغېدو سره مرسته وکړي.
همدارنګه د ترکیې، سوریې، ایران او روسیې تر مینځ څلور اړخیزې غونډې په سوریې کې د روان بحران له هوارېدو سره، تر ډېره حده پورې مرسته هم کړې ده.