په طبس کې د امریکا د رسوا کېدو کلیزه
نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د اپرېل د میاشتې ۲۳ ده چي په ایران باندې د امریکا د فوځي برید د ناکامه کېدو له کلیزې سره سمون خوري.
د ۱۹۸۰ میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۲۵ امریکا د جنګي الوتکو او چورلکو په وسیله په ایران کې د یوه فوځي عملیات لپاره هڅه وکړه، د اسلامي جمهوریت د نظام د ړنګولو لپاره د امریکې ټولې دسیسې ماتې خوړلې وي، په دې خاطر امریکایانو غوښتله چي په ایران کې خپل هغه جاسوسان چي د امریکې د جاسوسۍ په ځالې باندې د اسلامي جمهوریت له برید وروسته نیول شوي وي، خوشي کړي.
په ایران کې د امریکې د مداخلتونو مخینې ته په کتو سره، داسي ښکاري چي په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د لاسووهنې لپاره د امریکایانو هلې ځلې خپل اوج ته رسېدلي دي، امریکا د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، په دائمي توګه په ایران کې د لاسووهنو لپاره د دسیسو په پلانولو لګیا پاته شوې ده، دغ لاسووهنې په مختلفو طریقو سره تر سره شوي دي، جاسوسۍ، د مخالفانو روزنه او هغوی د امکاناتو برابرول، شناختي جنګ، اقتصادي فشارونه، مستقیم فوځي برید، ترهګریز بریدونه، د نړیوالو اداراتو په وسیله سیاسي او ډیپلماټیک فشارونه له هغو طریقو څخه دي چي امریکا په ایران کې د لاسووهنې لپاره کارولي دي.
د دې ټولو دسیسو هدف د اسلامي انقلاب ماتول او د ایران د اسلامي جمهوریت په چلند کې بدلون راوستل دی.
په طبس باندې د امریکا فوځي برید هم د دغو ورانوونکو اقداماتو په چوکاټ کې تر سره شو، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای په دې اړه فرمایي: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته تر نن ورځې پورې د امیکې او اسلامي ایران تر مینځ ننګونې دوام موندلې دي، دښمن هم په دې موده کې ډول ډول اقدامات کړي دي، لکه فوځي اقدامات چي په مختلفو طریقو کې تر سره شوي، یوه یې هم دغه په طبس باندې برید وو.
امریکایانو کې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د ډلتا فورس ځانګړي ځواکونو په چوکاټ کې په ایران کې د امریکایي جاسوسانو د خوشي کولو لپاره یوه ۱۳۲ کسیزه ډله یې رامینځ ته کړه، څو د شهباز نومې د عملیات په ترڅ کې په تهران باندې په جنګي چورلکو سره، عملیات تر سره کړي.
د عملیات موخه دا وه چي هغه امریکایي جاسوسان چي تهران کې د ډیپلماټانو په بڼه کې جاسوسۍ کولې او د اسلامي نظام د ړنګولو لپاره په دسیسو لګیا وه او د اسلامي ایران له لورې نیول شوي وې، راخوشي کړي،
د امریکا اکثره چارواکو په دغه پلان کې برخه درلوده، ټولو ارګانونو د ایران پورې اړوند معلومات له ډلټا فورس سره شریک کړي وه، حتی د امریکې استخباراتي ادارې خپل درې ایجنټان یې تهران ته استولي وه څو د ډلتا فورس ځواکونو لپاره وار د مخکې ګآډې پټنځایونه او هدف ځایونه سمبال کړي.
سره له دې چي د عملیات لپاره پرمختللې سازو سامان په نظر کې نیول شوي وه او پوره تیاری نیول شوي وې، خو په طبس باندې د امریکا د فوځي برید هڅه د شګو د طوفان په نتیجه کې ماته وخوړه او امریکایي الوتکو یو بل سره ټکرې شوې او اور یې واخیسته، څو تنه امریکایي فوځیان هم مړه شول او پاته کسان یې هم په رسوایی سره د ایران له خاورې وتښتېدل.
دا پېښه د ایران د ولس په ضد د امریکا د یرغلیزو اقداماتو په هکله د یو سند په توګه په تاریخ مې ثبته شوه او له امله یې د ایران په وړاندې د امریکا ناتواني نوره هم څرګنده شوه.
امام خمینی ره د دې عملیات هغه هم د شګو د طوفان په نتیجه کې الهي مرسته وباله او وویل: د بې عقل توب نه دغه ډکه مانوره هم د خدای په امر ماته وخوړه. دا پېښه دومره مهمه او برخلیک ټاکونکې وه چي حتي د امریکا وتلیو سیاستوالانو هم خواشینې پرې څرګنده کړه، د جیمي کارټر د ولسمشرۍ په پړاو کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار زبیګنیوف برژینسکي په امریکا کې د ملي ناهیلیتوب احساس د دغه ماته خوړلې عملیات له پایلو څخه وباله او وویل: د ایران رسواکوونکې پېښه، د کارټر د ماتې خوړلو له عواملو څخه وو، دا پېښه په امریکا کې ناهیلیتوب رامینځ ته کړه.
په تهران کې د امریکا مخکنی سفیر ویلیام سولیوان هم له دې پېښې څخه د امریکا د ملی سپکاوی په توګه یادونه وکړه او ویې ویل: د کارتر د حکومت سوسته او بې چوکاټه اقدامات، د امریکا د سفارت د غړو د نیول کېدو لامل شو او د امریکا د ملی سپکاوی پړاو په داسي ډول چي په تاریخ کې یې مخینه نه درلوده، پیل شوه.