له سید حسن نصرالله سره د امیر عبداللهیان لیدنه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په لبنان کې د حزب الله له عمومي منشي سره په کتنه کې د لبنان او فلسطین د وروستیو بدلونونو او د ایران او سعودي عربستان د هوکړې په هکله خبرې اترې وکړې.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې د خپل لبناني سیال په بلنې سره په بیروت کې دی، نن (جمعه) د لبنان د حزب الله له عمومي منشي سید حسن نصرالله سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کې امیر عبداللهیان او سید حسن نصرالله په سیمه کې د وروستیو بدلونونو، د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو لپاره د وروستۍ موافقې او د سیمې پر هېوادونو د هغې د اغېزو او د لبنان د وروستیو بدلونونو او په فلسطین کې اوسنیو حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې په بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني، د لوېدیځې آسیا او شمالي افریقا په چارو کې مرستیال وزیر مهدي شوشتي، د بهرنیو چارو د وزیر ستر سلاکار علي اصغر خاجي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال او په بیروت کې د ایران پخواني سفیر محمد فتح علي هم حضور درلود.