امریکا د ایران او عراق ګډه دښمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132088-امریکا_د_ایران_او_عراق_ګډه_دښمنه_ده
د ایارن د اسلامي شورا مشر امریکا د ایران او عراق ګډه دښمنه وبلله
(last modified 2023-04-30T06:19:41+00:00 )
Apr 30, 2023 06:52 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران او عراق ګډه دښمنه ده

د ایارن د اسلامي شورا مشر امریکا د ایران او عراق ګډه دښمنه وبلله

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر محمد باقر قالیباف پرون د عراق د ولسمشر عبداللطیف رشید سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې امریکا نه غواړي د ایران او عراق ترمینځ اړیکې ژورې شي، زیاته کړه: دا موضوع د ظالمانه بندیزونو په ډګر کښې له ورایه ښکاري.

د ایران د مقننه قوې مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکایان نه خوښوي چې د اسلامي هیوادونو په تیره بیا د ایران او عرب هیوادونو ترمینځ اړیکې ژورې شي، څرګنده کړه : امریکا د هیوادونو ترمینځ د تفرقې لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوي او په سیمه کښې د هغوي د سیاستونو د اجرا سرلشکر صهیونیسټي رژیم دی.

قالیباف له عراقه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د حکم د تصویب په لړ کښې د عراق د پارلیمان په قدرونې سره، د ایران او عربستان ترمینځ د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره د دغه هیواد د حکومت مننه وکړه.

د عراق ولسمشر هم د ایران اسلامي جمهوریت ته له سفره د خوښۍ په څرګندولو او د ایران ولس ته د عراق د ولس د سلام په رسولو سره وویل: د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخي او لرغونې دي.

د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په رسمي بلنه د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی.