د ایران په زاهدان کښې یو بلواګر سړی نیول شوی
May 01, 2023 02:23 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی یوې خبرې سرچینې د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په ناکراریو کښې د یوه اغیز شیندونکي خارجي وګړي د نیول کیدا خبر ورکړ.
د دغه خبر نور تفصیل به زر خپور شي.
د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې په پاې کښې د ایران د یوې جینۍ مهسا امیني له مړینې وروسته د سیستان او د بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان په شمول د ایران ځینې ښارونه د اسلامي جمهوریت د دښمانانو او د انقلاب ضد او د دښمنو رسنیو په لمسون سره له بلواو سره مخامخ شول.
په زاهدان کښې بلواګرو عمومي ځایونو او مالونو ته تاوانونه ورسول او ترهګرو په ځینو ښارونو کښې د ایران په امنیتي ځواکونو او پولیسو بریدونه وکړل او یوشمیر یې شهیدان کړل.