له هیرمنده د ایران د اوبو له حق څخه نه تیریږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132184-له_هیرمنده_د_ایران_د_اوبو_له_حق_څخه_نه_تیریږو
د ایران د خارجه وزارت ویاند له هیرمند څخه د ایران د اوبو د حق په هکله تعقیبونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په هیرمند کښې د ایران د اوبو د حق له تعقیبونې څخه په هیڅ صورت نه تیریږو.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 02, 2023 01:03 Asia/Kabul
  • له هیرمنده د ایران د اوبو له حق څخه نه تیریږو

د ایران د خارجه وزارت ویاند له هیرمند څخه د ایران د اوبو د حق په هکله تعقیبونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په هیرمند کښې د ایران د اوبو د حق له تعقیبونې څخه په هیڅ صورت نه تیریږو.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د خارجه وزارت ویاندوي ناصر کنعاني پرون په خپلې اونیزې خبري غونډې کښې وویل چې ایران د هیرمند له سیند څخه د خپل ولس د اوبو د حق د اخیستو په لړ کښې په جدي توګه تعقیبونه کوي.

هغه وویل: د اوبو حق نه یوازې د افغانستان په بحث کښې بلکې له نورو ګاونډیانو په تیره بیا له ترکیې، عراق او ترکمنستان سره پّ مذاکراتو کښې هم په دوه اړخیزو او څو اړخیزو خبرواترو کښې زمونږ په دائمي ایجنډا کښې شامل دی.

له دې مخکښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم له هیرمنده د ایران د اوبو د حق په هکله ویلي وو چې په تیر یو نیم کال کښې د ولسمشر په حکم، د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست سره په خپلو څرګندو خبرواترو کښې مو او همداشان د افغانستان په چارو کښې د ولسمشر د ځانګړي استازي کاظمي قمي او د انرجۍ د وزیر ښاغلي محرابیان په پرله پسې تعقیبونو کښې مو له هیرمنده د ایران د اوبو د حق موضوع په جدي توګه تعقیب کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان ویلي وو چې د افغانستان لنډمهاله حکومت هم د افغانستان د تیرو چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق باندې اعتراف او ټینګار کړی دی.