د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :ـ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132198-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه_ـ
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-05-02T07:10:27+00:00 )
May 02, 2023 04:20 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :ـ

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي يې څه دي.

پرون د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره په یووخت په فرانسې او بریتانیا کښې په میلیونونو کسانو په بدو اقتصادي شرایطو باندې اعتراض کښې کاربندیز وکړ او ستر لاریونونه یې وکړل.

یوازې په فرانسې کښې یومیلیون پینځه لکو کسانو په واټونو کښې مظاهرې وکړې.

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل د جنوبي کوریا او د امریکا ډیرو متخصصو  اټومي ډلو په کوریا ټاپووزمې کښې د خپلې ملګرتیا د وړتیا د زیاتولو لپاره ګډې مانورې  ترسره کړي دي داسې اقدام چې د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي.

نن سبا چې یمن د جنګ ختمیدا او نهایي سولې ته نږدې شوی دی د ملګروملتونو امنیت شورا هم هڅه کوي په دغه بهیر کښې ځان وښي او له دې کبله د امنیت شورا غړیو په تیرې یکشنبې ورځ له سعودي عربستان څخه د دوامداره ملاتړ په اعلانولو سره په یمن کښې له ټولو ښکیلیو لورو وغوښتل چې د سولې په بهیر کښې رغنده مشارکت او خبرو ته دوام ورکړي.

اینډي پینډینټ ورځپاڼې راپور ورکړی تیر کال او روان کال  په اروپا کښې د خوراکي موادو او د انرژۍ د بیو د زیاتیدا او د انفلاسیون له کبله له دباونو سره په یووخت هره ورځ په انګلستان کښې د هوساینې د خدماتو وړاندې کونکي څه د پاسه دولس مرکزونه تړل کیږي.

صهیونیسټ رژیم په نړۍ کښې د ژوند تر ټولو زیات لګښتونه لري او د نیواکي ټاټوبي اکثره خلک د خوراکي موادو د بیو د زیاتیدا او د کورونو د کرایو د زیاتیدا په هکله شکایت لري.

په اسرائیلو کښې د اوړو د بیو د زیاتیدا له کبله تنورونه او نانوایان  هم د بندیدا په درشل کښې دي.

د امریکا د بانکونو له دیوالیه کیدا وروسته فیډرال بیمه هم دیوالیه شوي ده.

په امریکا کښې د څلورو بانکونو له دیوالیه کیدا او له ځوړتیا او انفلاسیون څخه جوړ او د یوه بشپړه اقتصادي کړکیچ د رامینځته کیدا په هکله د هیواد د اکثرو اقتصادي کارپيژاندو له اټکل وروسته د بیمې په برخه کښې د امریکا یو ستر شرکت هم د دیوالیه کیدا په درشل کښې ورغلی دی.

د سوډان جنګ په بهیر کښې د مصر یوه مخینه لرونکي پوځي برید جنرال« سمیر فرج» چې یو جنرال او کارپيژاند دی  د مصر د پخواني دیکتاتور حسني مبارک د وژلو لپاره د سوډان د پخواني دیکتاتور عمر البشیر له پلان څخه پرده پورته کړه.

په ترکیې کښې بې وزلۍ نوره هم زیاته شوي ده.

د ترکیې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څو ورځې پاتې دي او د دغه هیواد د کارګرانو د اتحادیو  کنفیډریشن وویل په ترکیې کښې د یوې څلور کسیزه کورنۍ لپاره د بې وزلۍ کرښه څه د پاسه درې دیرش زره لیرو یعني پینځلس سوه څلویښټ یورو ته رسیدلي ده.

خبري سرچینو په سوریې کښې د داعش او د جبهه النصره ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې د سوریې د پوځ د درنو بریدونو خبر ورکړی دی.

()

ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

()

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې په یو لړ څرګندونو کښې چې د انتخاباتو د تبلیغاتو رنګ او بوې لري په سوریې کښې د ترکیې د استخباراتي ادارې په عملیاتو کښې د داعش ډلې د یوه مشر د وژلو خبر ورکړ.

د عربو پارلمان په ملګروملتونو او نړیوالو محکمو کښې د فلسطین د بشپړه غړیتوب لپاره د فلسطین د سیاسي او د حقوقوي خوځښتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

ملګروملتونو په سوډان کښې د کورني جنګ په زیاتیدا او د جګړو په دوام باندې د سختې اندیښنې په څرګندولو سره د دغه هیواد حالات خراب وبلل او ویې ویل کورني جنګ سوډان د دړې وړې کیدا په درشل کښې وروستلی دی.

د اوکراین د خارجه وزیر مرستیال اندری ملنیک وویل چین کولای شی د روسیې او د اوکراین ترمینځ د مینځګړیتوب د هڅو له لارې سوله رامینځته کړي.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کشیدا چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په بلنه قاهرې ته تللی دی په ګډ خبري کانفرنس کښې په سوډان کښې د کړکیچنو حالاتو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

د مصر ولسمشر السیسي هم وویل د سوډان د کړکیچ حل د دغه هیواد په کورنیو بدلونونو کښې د خارجي هیوادونو نه لاسوهنې ته اړتیا لري.

پرون د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره په یووخت د اروپا په ځینو هیوادونو کښې د خلکو سترې مظاهرې وشوې او په فرانسې کښې پولیسو په خلکو باندې اوښلن ګازونه وشیندل.

په سوډان کښې کورنی جنګ دریمې اونۍ ته ورننوتلی دی او راپورونه د چټک غبرګون د ځواکونو د پرمختګ د دوام او د ولسمشرۍ په ماڼۍ باندې د دغه ځواک د سلطې ښودنه کوي.

د امریکا د سیاسي چارو کارپيژاند او د هاروارډ پوهنتون مشهور استاد «جوزف نای» خبردای ورکړ د چین او د امریکا ترمینځ جنګ مرګوني غلطۍ کیدلای شي او ویې ویل که چیرې په جنګ کښې ښکیل شو نو د یوه بل لپاره به موجودیتي ګواښ بدل شوو.

د ازبکستان خلکو تر دوه زره څلویښتم میلادي کال پورې په قدرت کښې د میر ضیایف پاتې ته کیدا ته رایې ورکړي دي.

د نیوزي لینډ لومړي وزیر کریس هیپکینز وویل زه په شخصي ډول د بریتانیا له باچاهۍ څخه په یوه خپلواکه جمهوریت د خپل هیواد د بدلیدا ملاتړ کوم.

هغه دغه خبره د انګلستان د  باچا دریم چارلس د تاج د په سره کولو مراسمو کښې د ګډون په هدف لندن ته له روانیدا مخکې وکړه.

نیوزي لینډ هیواد مخکې د بریتانیا مستعمره یعني کالوني وه او اوس کورواکه دی خو د بریتانیا باچا دریم چارلس په یوه  تشریفاتي مقام کښې د نیوزي لینډ د حکومت مشر او باچا ګڼل کیږي.

د چین د کمیونیسټ ګوند د مرکزي کمیټۍ د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر وانګ يي په ملګروملتونو کښې د اسټریا او د کویت له سفیرانو سره په کتنې کې د امنیت شورا د اصلاح کولو او د مخ په ودې هیوادونو د ډیر شتون او د رول د لوبولو غوښتنه وکړه.

د امریکا د مشرانو جرګې مشهور غړي برني سینډرز وویل د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې له نورو کاندیدانو څخه د اوسني ولسمشر جوزف بایډن د بریالیتوب احتمال ډير زیات دی.

()

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.

 ()

ډیجیټل ژورنال د افغانستان په اړه د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه لیکنه کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې د افغانستان د ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د طالبانو له حضور پرته جوړه شوه.

لیکنه کې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې راغلي، غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، پاکستان او یو شمېر اروپایي مرستندوینه بنسټونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازو ګډون کړی دی.

پاکستاني رسنیو لیکلي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره میرمن  حنا رباني کهر دې غونډه کې د پاکستان استازیتوب کوي.

د لیکنې له مخې، د غونډې یو هدف دا دی چې طالبان د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د لګول شوي بندیز لرې کولو ته وهڅوي، خو وړاندې د طالبانو د حکومت د یوه ویاند بلال کریمي په حواله راغلي، نړیوال باید د افغانستان له کورنیو مسئلو، چې اشاره یې د بشري حقونو موضوع ته ده، د سیاسي فشار په توګه کار وانه‌خلي.

کریمي ویلي، هېوادونه باید په خپلواکه توګه د ده په ټکو دا اخلاقي جرائت وکړي چې د طالبانو له حکومت سره مثبت تعامل وکړي.

طالبانو په ځلونو ځلونو پر ښځو لګول شوي بندیزونه کورنۍ موضوع بللې، خو ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه بیا په طالبانو  نیوکه کوي چې په دې کار سره یې د بشري حقونو لومړني اصول نقض کړي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین وویل، له ملګرو ملتونو سره په اختلافي مسئلو بحث ته چمتو دي، خو تر دې وړاندې افغانستان ته د ملګرو ملتونو تللي چارواکي په ظاهره ناهیلي ستانه شوي دي.

()

واشنګټن ایګزمېنر د امریکا د مذهبي ازادیو د کمېسیون پر هغه نوي راپور لیکنه خپره کړې چې یو شمېر هېوادونه یې امریکا ته "د ځانګړې اندېښنې وړ" بللي دي.

په لیکنه کې یاد کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو پر وزیر انتوني بلېنکن د دې لپاره نیوکه کړې چې، د دغو هېوادونو په ډله کې یې د افغانستان شاملول رد کړي دي.

واشنګټن ایګزمېنر لیکلي، د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې راولي.

د ورځپاڼې له لیکنې داسې برېښي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یاد کمېسیون دا غوښتنه نه‌ده منلې.

تېر ۲۰۲۲ کال کې هم د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون ورته غوښتنه کړې وه، خو د ورځپاڼې په باور، عملي نه‌شوه.

په هغو هېوادونو کې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۲م کال کې د واشنګټن لپاره د ځانګړې اندېښنې وړ بللي وو، د پاکستان،  سعودي عربستان، شمالي کوریا، برما، کیوبا، تاجکستان، ترکمنستان، چین، روسیې او نیکاراګوای یادونه شوې ده.

واشنګټن ایګزمېنر د همدې کمېسیون په حواله لیکلي، ممکن د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې لپاره افغانستان د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په ډله کې نه وي شامل کړی چې تر اوسه یې حاکم دولت یا طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ

ک