د سوډان هیواد حالت ډیر اندیښمونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132388
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان خبرې اترې او داخلي تفاهم په سوډان کښې له کړکیچ د وتلو لپاره تر ټولو مناسبه لاره وبلله.
(last modified 2023-05-06T01:59:45+00:00 )
May 06, 2023 02:51 Asia/Kabul
  • د سوډان هیواد حالت ډیر اندیښمونکی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان خبرې اترې او داخلي تفاهم په سوډان کښې له کړکیچ د وتلو لپاره تر ټولو مناسبه لاره وبلله.

هغه وویل د سوډان حالت ډیر اندیښمونکی دی او که چیرې مناسب تدبیر غوره نشي نو دغه کړکیچ د سوډان خاورې ته په ګواښ کولو سربیره د سیمې هیوادونو ته هم غځیږي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل له بده مرغه د سوډان په کړکیچ کښې ځینې خارجي لاسوهنې او لمسول لیدل کیږي په داسې حال کښې چې خبرې او داخلي تفاهم له دغه کړکیچ د وتلو لپاره تر ټولو مناسبه لاره ده.

په سوډان کښې د جنګ د ختمولو او د خبرو میز ته د ښکلیو لورو د کینولو لپاره  تراوسه نړیوالو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړي.