د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132478-د_ایران_او_بهرنیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-05-07T03:18:40+00:00 )
May 07, 2023 07:44 Asia/Kabul
  • د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

په داسې وخت کښې چې د څو پرله پسې کړکیچونو له کبله د انګلستان اقتصادي شرایط په تیرو پنځوسو کلونو کښې په تر ټولو بد حالت  کښې دي د دریم باچا چارلس د پرتمینه تاج په سر کولو مراسم په څه د پاسه دوه سوه پنځوس میلیونه سټرلینګ پونډو او د څه د پاسه یولس زره امنیتي ځواکونو په شتون سره  ترسره شول چې دغه کار د بریتانیا د خلکو په زخمونو باندې د مالګي شیندل ګڼل کیږي.

په یوه نوي راپور کښې چې د امریکا د فکر یوې کوټې برابر کړی دی ویل شوي واشنګټن په سومالیا کښې د شخړې د حل لپاره نه یوازې هیڅ مرسته نه کوي بلکې هغه نور پسې زیاتوي هم.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ټویټر پیغام کښې وویل چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو سیال کاندید کمال قلیچدار اوغلو په واشنګټن کښې د امریکا له چارواکو سره خبرې کړي دي.

د وینزویلا هیواد  کودتاچیانو د امریکا د حکومت د ملاتړونو په دوام کښې بلومبرګ خبري اژانس وویل د جوبایډن حکومت د وینزویلا د خلکو له ډالري زیرمو څخه په میلیونونو ډالره د ولسمشر نیکولس مادورو مخالفانو ته ورکړي دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وویل د اقتصادي مشکلاتو په دلیل اکثره اروپايي هیوادونه غواړي چې له اوکراین سره د مرستو پرځاې په خپلو کورنیو ستونزو غور وکړي.

جوزب بوریل  وویل که چیرې له اوکراین سره د امریکا او د اروپايي هیوادونو مرستې بندې شي نو کي یف نسکوریږي.

له نیواکي فلسطین څخه اپوټه مهاجرت او د تل لپاره د خلکو د وتلو لپاره  ګروهنه دومره زیاته شوي ده چې د عبري ژبو سرچینو په ډیرو راپورونو کښې د مهاجرت دغه څپه «زمونږ کور د خرابیدا په حال کښې »په نوم سره منعکس کړی دی.

د یوه تورپوستي سړي په مړ کولو کښې د یوه سپین پوستي له بوږنونکي جنایت  او د تورن کس له نه نیول کیدا وروسته د امریکا په نیویارک کښې د خلکو د اعتراضونه څپه پیل شوي ده.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو او مهم سرټکو ته به یې لنډه کتنه وکړو.

()

د صهیونیسټ رژیم ځانګړیو ځواکونو په طولکرم سیمه کښې په یوه کیمپ باندې حملې کښې د مقاومت له ځواکونو سره له سختې وسله والې جګړې وروسته دوه فلسطینیان شهیدان کړل.

د پاکستان سیاسي شخصیتونو او شیعه سیاسي ډلو د خیبر پښتونخوا صوبې د پاره چنار په تري منګل سیمه کښې په یوه ښوونځي کښې د منګل قوم د وسله والو غړیو په حملې کښې د اتو استادانو په وژلې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې او په پاکستان کښې د وحدت د ګډوډولو لپاره هڅه او د منګل قوم جنایت یې  وغاند.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بندیانو د کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی په یوې وینا کښې امریکا په یمن کښې د سولې د ټینګیدا په لاره کښې په خنډونو جوړولو تورنه کړه.

هغه وویل د یمن د بندیانو د خوشي کیدا او زندانیانو  د مبادلې لپاره په تیرو وختونو کښې هم امریکا خنډونه جوړول او د هر ډول پرمختګ مخه یې نیوله.

د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر ایت الله شیخ عیسی قاسم په یوه ټویټر پیغام کښې په دې خبرې سره چې بحرین په ټولو زمینو کښې پلان شوی فساد تجربه کوي د هیوا په خلکو غږ وکړ چې د ال خلیفه رژیم پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د بحرین د وفاداره خلکو او د پتیالیو کسانو قلمونه نور نشي کولای د ال خلیفه رژزیم پلان شوی رسمي فساد پټ کړي.

د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو استازیو د عربستان په جده ښار کښې د ریاض په مینځګړیتوب سره خپلې خبرې له سره پیل کړې.

د روسیې پوځ ته اړونده د ملیشا ډلې چې واګنر نومیږي مشر یوګني پریګوژین وویل د دوې ځواکونه به د مي د میاشتې په لسمه نیټه د اوکراین له باخمومت کلیدي ښاره ووځي او په هغه موده کښې چې ځواکونه یې پیاوړي شي د روسیې له پوځ به وغواړي چې په دغه سیمه کښې مورچې په خپل کنټرول کښې واخلي.

د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان سیال کمال قلیچدار اوغلو په یوې مرکې کښې وویل که چیرې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې بریالی شي نو له لویدیځو هیوادونو سره اړیکو ته له روسیې سره په اړیکو ترجیج ورکوي.

د بریتانیا نوی باچا چارلس په داسې حال په رسمي ډول لوړه وکړه او تاج یې په سر کړ چې د سلطنت څه د پاسه دوه زرو مخالفانو د دریم چارلس د تاج په سر کولو له مراسمو سره په یووخت په لندن کښې مظاهر وکړې.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو اوس به د نړۍ د ځینو مهمو ورځپاڼو سرټکي درسره شریک کړو.

()

د بریتانيا ډيلي مېل ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي چې  د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي چې د نړۍ هېڅ هېواد يې په رسميت نه پېژني، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له خپلو چينايي او پاکستاني همڅنګانو سره وکتل.

پر امیرخان متقي نړیوال بندیزونه لا هم پر ځای دي، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستان ته د متقي د سفر لپاره یې یوه استثنا منلې ده.

چین او پاکستان د افغانستان مهم ګاونډیان دي.

چین چې له افغانستان سره تر ټولو لنډه ګډه پوله لري، د افغانستان شتمني او طبیعي زېرمو ته سترګې په لاره دی او پاکستان چې له افغانستان سره تر ټولو اوږده ګډه پوله لري، د کرښې له هغې غاړې د لوی امنیتي ګواښ له امله اندېښمن دی.

ډیلي مېل د جنوبي اسیا د سټرټېژیک ثبات د انسټېټوټ د عمومي مشرې ماریا سلطان له قوله لیکلي، د اسلام اباد د غونډې تر ټولو مهم ټکی دا دی چې هرڅوک پوهېږي چې په افغانستان کې له ثبات پرته د سیمې اقتصاد راتلونکی نه‌لري.

مېرمن سلطان دا هم ویلي، رسمي اړیکې دې جوړې شي او دا کار یوازې هغه مهال شونی دی چې ډیپلوماټیکو چینلونو ته لار پرانیستل شي.

له چینايي او پاکستاني سیالانو سره د افغانستان  طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې په دغه هېواد کې جنسیتي تبعیض بللی او غندلی یې دی.

()

ډیپلوماټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، افغانستان غواړي د خپلو اوبو د سرچینو کنټرول ولري.

د خپرونې په وینا، د افغانستان د اوبو د زېربنا د پیاوړتیا لپاره د طالبانو پلان له ګاونډیو هېوادونو سره کړکېچ زیات کړی دی.

ډيپلوماټ زیاتوي چې طالبانو د داخلي اوبو د کارولو پراخ پلانونه جوړ کړي دي.

له تخنیکي پلوه طالبان نه‌شي کولای چې د اوبو ټولې زېرمې کنټرول کړي، خو کولای شي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

دوه کلنې وچکالۍ افغانستان د خوراکي توکو له ستر کمښت سره مخ کړی او د افغانستان د اوبو ډېرې زېرمې وچې شوي چې له امله یې په تېرو ۲۵ کلونو کې دغه هېواد د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی.

ډيپلوماټ زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکي مالي کال لپاره د اپریل میاشتې په پیل کې ۴۰۰ پروژې اعلان کړې، چې تر ټولو لوی یې د «قوش تپې» کانال دی چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

په دې پروژه کې ۵ زره کسان کار کوي او ۳ زره ساختماني وسایطو څخه کار اخلي.

د يادې پروژې په بشپړېدو سره به ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

خپرونه زیاتوي دا چې طالبان خپلې ټولې پروژې عملي کولای شي او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې هیڅوک یې ځواب نه‌لري، ځکه چې د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان ډېر تخنیکي کادرونه له افغانستان څخه ووتل، خو ځینې تخنیکي کسان لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.