د ایران خارجه وزیر له جوزپ بورل سره ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132584-د_ایران_خارجه_وزیر_له_جوزپ_بورل_سره_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
امیر عبداللهیان: د ایران اسلامي جمهوریت تل د رغنده نوښتونو هرکلی کوي
(last modified 2023-05-08T22:44:17+00:00 )
May 09, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له جوزپ بورل سره ټیلیفوني خبرې وکړې

امیر عبداللهیان: د ایران اسلامي جمهوریت تل د رغنده نوښتونو هرکلی کوي

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان په ټیلیفوني خبرو کښې له اروپا سره په اړیکو پورې د اړونده وروستیو بدلونونو، د ایران او اروپا د خبرواترو او هم د یوکرین د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیر عبداللهیان په دغو خبرو کښې، د متقابل احترام له مخې د خبرواترو اصل د خنډونو د ختمولو او د اروپا او اسلامي ایران د ایکو په لاره کښې یو مخ په وړاندې حرکت وباله او له اروپا سره د ایران ترسره شویو خبرواترو ته په اشارې سره یې څرګنده کړه: زمونږ اخیستون دا دی چې مقابل لوري د مثبتو ګامونو پورته کولو ته مخه کړي.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت تل د رغنده نوښتونو هرکلی کوي.

هغه د اهواز د پيښې د ترهګرو د اعدام په موضوع کښې د بورل د څرګندونو په ځواب کښې وویل: ځیني اروپايي چارواکي پر ځاې د دې چې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې خپل کلک هوډ وښايي، په خواشینۍ سره د مداخله غواړو دریځونو په غوره کولو سره د ترهګرۍ د سپيرې ښکارندې له دودولو سره مرسته کوي.

په دغو خبرواترو کښې د یوکرین وروستي بدلونونه هم وجاجول شول.

بورل هم په دغو خبرواترو کښې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د روانو ملګرتیاؤ د هرکلي په ترڅ کښې، د هغو دوام ګټه ور او مثبت وباله.

په بهرنیو چارو او امنیتي سیاست کښې د راوپايي اتحادیې جګ پوړي استازي وویل: برجام د اروپايي اتحادیې لپاره مهم دی او ورته د ټولو لورو د ستنیدو لپاره هڅه کوو.

جوزپ بورل هم داشان د تهران او ریاض ترمینځ د اړیکو ښه کیدل د سیمه ایز ثبات په پیاوړتیا کښې یو مهم ګام وباله.