د ایران او عمان د پوځ قومندانانو ملاقات کړی دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک قومندان کیومرث حیدري پرون د عمان د پوځ له قومندان مطر بن سالم البلوشي سره ملاقات وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ځمکني ځواک قومندان کیومرث حیدري پرون د عمان د پوځ له قومندان مطر بن سالم البلوشي سره ملاقات وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، دواړو لورو په دغه کتنه کښې د مختلفو موضوعاتو په هکله د نظر تبادله وکړه او د دواړو هیوادونو د اهتمام وړ پوځي موضوعات یې وڅیړل.
دغه ملاقات د عمان د اطلاعاتو او عملیاتو د برخې د لوې مدیر جنرال سلطان بن محمد العمري، د تجهیزاتو او هستوګنې د مشر بریک بن محمد الغافري او د عمان د پوځ د یوشمیر نورو جګ پوړو چارواکو په شتون کښې وشه.
د ویلو ده چې د ایران د پوځ لوې درستیز جنرال کیومرث حیدري له جنرال محمد باقري سره یوځاې، وړمه ورځ د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ او د خپل عماني همرتبه په بلنه مسقط ته تلی دی.