وارداتي امنیت د سیمې د هېوادونو لپاره د ډاډ وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132630-وارداتي_امنیت_د_سیمې_د_هېوادونو_لپاره_د_ډاډ_وړ_نه_دی
د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي مشر وویل: د امنیت اصلي بنسټ، د سیمې د ټولو هیوادونو په ګډون سیمه ایزتوب، د امنیت تامین دی.
(last modified 2023-05-09T08:41:59+00:00 )
May 09, 2023 13:08 Asia/Kabul
  • وارداتي امنیت د سیمې د هېوادونو لپاره د ډاډ وړ نه دی

د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي مشر وویل: د امنیت اصلي بنسټ، د سیمې د ټولو هیوادونو په ګډون سیمه ایزتوب، د امنیت تامین دی.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي مشر تورنجنرال محمد باقري د سه شنبې په ورځ په عمان کې د ستراتیژیکو او دفاعي علومو په پوهنتون کې، د نوي نړیوال نظم رامنځته کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: نن ورځ ډېری مفکرین دا تاییدوي چې نړۍ د نوي نظم د رامنځته کولو په لور روانه ده

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر زیاته کړه: عدالت د ښې نړۍ د جوړولو لپاره اساسي معیار عدالت دی او د پخوانیو امپراتوریو او د نړۍ د نظامونو د ړنګېدو د عواملو او برخلیکونو ته لنډه کتنه، ښیې چې د عدالت نشتوالی د دوی د سقوط یو مهم عامل و.