ایران او افغانستان د جي پینځه غونډې په هکله ډاډ څرګند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132682-ایران_او_افغانستان_د_جي_پینځه_غونډې_په_هکله_ډاډ_څرګند_کړ
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د افغانستان د روغتیا وزیرانو د جي پینځه ډلې غونډې د ترسره کیدا په بهیر خوښي څرګنده کړه.
(last modified 2023-05-10T19:17:25+00:00 )
May 10, 2023 23:20 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان د جي پینځه غونډې په هکله ډاډ څرګند کړ

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د افغانستان د روغتیا وزیرانو د جي پینځه ډلې غونډې د ترسره کیدا په بهیر خوښي څرګنده کړه.

د جي پینځه ډلې د هیوادونو د کارپيژاندو شپږویشتمه غونډه د پینځو ورځو لپاره په تهران کښې وشوه او د ګډون کونکو هیوادونو استازیو د سلامتیا په برخه کښې د سیمې د تر ټولو مهمو مسائیلو په هکله د نظر تبادله وکړه.

په جي پینځه ډلې کښې ایران ، افغانستان ، پاکستان ، عراق او تاجیکستان شامل دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي د تهران په استقلال هوټل کښې د جي پینځه ډلې د لوړرتبه کارپيژاندو د شپږویشتمې غونډې د پاې په دستورو کښې وویل د جي پینځه ډلې غونډه به په سیمه کښې د سلامتیا د حوزې ډیر مشکلات ختم کړي.

هغه وویل په دغه غونډې کښې د نظر وړ هدفونو ته ورسیدو او زیاته یې کړه په نږدې راتلونکي کښې  به د جي پینځه ډلې غونډه په سیمه کښې د سلامتیا په ترټولو لوړ تشکل بدله شي.

د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد هم خبریالانو ته وویل د جي پینځه ډلې په غونډې کښې مو ښې بریاوې درلودلې.

هغه وویل په افغانستان کښې د بیلابیلو ناروغیو د خپریدا د مخنیوي په هکله مو یو منظم پروګرام تدوین کړی دی.