د فارسۍ ژبې د کتابونو د ژباړې لپاره تعامل ضروري دی
(last modified Sun, 14 May 2023 10:35:39 GMT )
May 14, 2023 15:05 Asia/Kabul
  • د فارسۍ ژبې د کتابونو د ژباړې لپاره تعامل ضروري دی

د ایران د اسلامي ارتباطاتو او د کلتور ادارې د انساني علومو او د اسلامي معارفو د نشر او د ترجمې د منظمونې د مرکز مشر احسان الله حجتي ټینګار وکړ د فارسۍ ژبې او د نورو ژبو د کتابونو د ژباړې لپاره د خارجي او د داخلي ناشرانو ترمینځ د تعامل او د ملګرتیا رامینځته کول په لومړیتوب کښې دي.

د تهران د کتاب څلوردیرشم نړیوال نندرتون  په تیرې چهارشنبې ورځ د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په مصلی کښې په حضوري بټڼه او په کتاب ټکی ایي ار(Ketab.ir) اینټرنیټ پاڼې کښې د اینټرنیټ په بڼه پیل شوی او د مي د میاشتې تر شلمې نیټې پورې دوام لري.

د تهران د کتاب په څلوردیرشم نړیوال نندرتون کښې د بیلابیلو هیوادونو دیرش میلمانه او اوه ویشت هیوادونه په نړیوالې برخې کښې شتون لري.

د تهران د کتاب د دغه نندرتون شعار د لوستلو راتلونکی انتخاب شوی دی.

دغه راز د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم د تهران د کتاب نندرتون ته په ورتلو سره وفرمائیل د ماشومانو او د زلمیو د جذبولو لپاره هر څومره چې کولای شي د کیفیت او د کمیت له پلوه کار وکړئ.

هغه حضرت وفرمائیل اوس هم ماشومانو ته اړونده خارجي کیسې غلبه لري چې ستر عیب دی .