د ایران اوافغانستان مطبوعات
په بهرنی سیاست کې عزت د التماس کونکي ډيپلوماسۍ د نفي کولو په معنا دی .
جمهوری اسلامي
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د خارجه وزارت د مسولانواو سفیرانو په ټول کی وفرمایل په بهرنی سیاست کې انعطاف او لچک له اصول سره منافات نلری .ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت له مسئولانو،سفیرانو او او چاروالو سره په کتنې کې ټينګار وکړ،په بهرنی سیاست کې عزت د التماس کونکي ډيپلوماسۍ د نفي کولو په معنا دی .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې په بهرنی سیاست کې عزت یعني د التماسي ډيپلوماسۍ پریښودل، وفرمائيل، مصلحت یعني د نرمښت لرونکو موردونو پیژندګلوي او نرمښت له اصولو سره هیڅ ډغره نه لري.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر او دخارجه وزارت لوړپوړو مسئولانو،چاروالو اوله هیواده په بهر کې د ایران دسفیرانو او دنمایندګیو مشرانو په تهران کې د اسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي سره کتنه وکړه .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په خپلې وینا کې ټينګار وکړ، په نړیوالو تعاملاتو کې هوښیار عمل کول حکمت دی او باید سفیران او نور استازي په دې اړه پخپلو دندو بشپړ عمل وکړي او د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ په روښانه او جوت ډول دنړیوالو غوږونو ته ورسوي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکی د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له ځينو هیوادونو او ځینی اغیزشیندونکو او مهمو هیوادونو سره د ایران اوږدو پولو ته په اشارې سره ووئیل، د ایران او د ایران د ګاونډیانو ترمینځ د مشکل د رامینځةکولو لپاره د پرَدَیو لاسونه فعال دي چې باید دوی ته ددغه سیاست د تحقق اجازت ورنکړل شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلې وینا په یوې برخې کې له اسلامی هیوادونو سره دارتباط سیاست، هغه که ډير لیرې هم وي ، او همداراز له همپاله او همغږه هیوادونو سره ارتباط مهم وبالۀ او وې وئيل ، نن سبا د نړیوال سیاست په ځينو اساسی بهیرونو کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددنیا دځینو مهمو او لویو هیوادنو همغږي او ملګرتیایوه بې مخینې ښکارنده ده چې باید ددغه فرصت په قدر کولو سره ، له دغو هیوادونو سره ارتباط پیاوړی کړو. د اسلامی انقلاب ستر لارښود په اوسني نړیوال نظم کې دبدلون او په نړیوالو ادبیاتو کې ددې موضوع ډيرې تکراریدا ته په اشارې سره ووئیل، په نړیوال نظم کې بدلون یوله ډيرو ټيټو هسکو ډک ، اوږد او له نه اټکل شوو احمالی پيښو څخه اغیزمن بهیر دی او مختلف هیوادونه ورته مختلفو اوغرضي کړچارونه او نظرونه لري.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي همداراز د بریالي او عزتمند بهرني سیاست یعني له التماسي ډيپلوماسۍ څخه د ډډه کول اونفي کول د سیاست ضابطې او ځانګړنې، ؛ د هوښیارو او محاسبه شوو فعالیتونو او تعاملاتو په معنا حکمت او هم له سختو خنډونود تیریدا او د لارې ددوام لپاره د نرمښت په معنا مصلحت ،د ایران په ډيپلوماسۍ کې درې اساسی ټکي وبلل.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود، په مقابلو لورو د بې ځایه اعتماد نه درلودل، د حکمت د معنا بل اړخ وبالۀ او و ې وئيل، البته باید د سیاست په دنیا کې هره خبره دروغ ونه ګڼل شي، ځکه چې صادقانه او دمنلو وړ ټکی هم شته، البته باید په ټولو خبرو اعتماد ونشي.
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي همداراز د یوه ویاړمن او بریالی بهرني سیاست په بیانولو کې شپږ ضابطې،یعني په مختلفو مسئلو کې د هیواد د کړچارونو دمنطقي قانع کونکي توانمنئ،په ښکارندو،دنړۍ د مختلفوسیاسی،اقتصادي پيښو او بهیرونو کې اغیزشیندونکی او لورنیونکی شتون،د ایران په ضد ګواښونکو سیاستونو او فیصلو کمیدا او ختمیدا، د خطرې رامینځةکونکو مرکزونو کمزوری کول،له ایران سره د متحدو او ملګرو حکومتونو او ټولګو پیاوړتیا او د هیواد سټراټژيک عمق پراختیا، او د سیمه ایزو او نړیوالو فیصلو او اقداماتو کې د پټو لایو د معلومولو قدرت بیان کړ.
د صنعتی نړۍ اوه هیوادونو مشرانو برجام د ایران د ایټمی موضوع د ډیپلوماټیک حل لپار ه تر ټولو ګټه وږره لاره وبلله .
ایرانی چارواکو د هیرمند د حقابی په اړه د طالبانو موقته دولت ته خبرداری ورکړ .
د سورئې ولسمشر بشار اسد د عربستان له ولی عهد سره په کتنې کې ټينګار و کړ،په جده ښار کې د عربانو د سرمشریزې مصوبې او اعلامیې د عربانو له لازیات انسجام سره مرسته کوي.
کیهان
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د حضرت بی بی معصومه س د نیکمرغه زوکړی ، انجلۍ ورځ او کرامت اونۍ د پیلیدا په مناسبت مبارکی ویلی ده او په یوه مطلب کی لیکی چی د بي بي معصومې(س) د پاک حرم د بیرغ د بدلولو دستورې ترسره شوې
د کرامت د لسیزې د پیلیدو او د حضرت فاطمه معصومه(س) د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د دغې قدرمنې بي بي د ملکوتي درګاه د بیرغ د بدلولو دستورې ترسره شوې. په دغو پرتمینو مراسمو کښې د رسول ا... مبارک د پاکو اهلبیتو(ع) مدحې وویلې او متبرک بیرغ د کرامت د بي بي د پاک حرم په ګنبد باندې ورپول شو او هم داشان د نقارو وهلو دستورې ترسره شوې.
د کرامت لسیزه د ذی القعدې د میاشتې په اولې نیټې څخه د حضرت فاطمه معصومه(ص) د زوکړې له کلیزې سره هممهاله پیلیږي او د هم دې میاشتې په یوولسمه نیټه د هغې د قدرمن ورور امام رضا علیه السلام د میلاد تر کلیزې پورې دوام لري.
د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای د خارجه وزارت له مسولانو سره په کتنه کې وفرمایل په بهرنی سیاست کې عزت یعنی د التماسی ډیپلوماسۍ نفی .
دایران د خارجه وزارت ویندوی کنعانی وویل لویدیځوال د خپلو ښاریزو د اعتراضونو غږ واوری .
صیهونیستي رسندویو وویل عربی اتحادیه سوریې ته ستنه شوه چی دا د سوریې لپاره یو ستر بریالیتوب دی .
ښاغلی وحیدی وویل د ایران او افغانستان ترمینځ دې د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د ایران د اسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر ټينګار وکړ، د ایران او افغانستان ترمینځ د اوبو موضوع باید په تفاهم او مشورو سره حل شي. په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي هم وئيلي دي ،که ثابته شي ، په ډیم کې اوبه شته او طالبان دایران حقابه نه ورکويو نو دوي باید ځواب ووائي. هغه زیاته ک ړې ده ایران له بل هر یوه هیواده لازیات د افغانستان د ولس خدمت کړی دی او بیا هم دغو خدمتونو ته دوام ورکوي.
د هیرمن تړون په اساس چې په ۱۹۷۲کال کې د ایران او افغانستان د وخت چارواکو په وسیله لاسلیک شوې ده ،، د هیرمن سین د له اوبو څخه د ایران ونډه په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میټره چې په ثانیې کې کابو شپږویشت مکعب میټره کیږي ، البته په مختلفو میاشتو او موسمونو کې فرق کوي.اوس د ایران حکومت تمه لری څو د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په چوکاټ کې د افغانستان طالبان هم په دې باب خپلو ژمنو او وعدو ته پابنده ووسي او له دې زیات دې دخپلو ګاونډیانو په وړاندې ځان غیر مسئوله نه بریښوي.
داپه داسې حال کې دی چې د افغانستان د طالبانو حکومت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي طالبان یو ځل بیا ژمنه کوي،چې د هیرمند د اوبو د موافقې په نظر کې په نیولو کې خپلې ټوله هڅې کاروي چې وعده ورکړل شوي اوبه دایران ولس ته ورسیږي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی او دافغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه وې ،نو د ایران حق ورکوي.
مسیر ورځپاڼه
د ایران د دفاع وزارت پلاوی کابل ته ورغلی . د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز بهرام حسیني مطلق په مشرۍ ایراني پلاوي د سرپرست حکومت د دفاع وزارت له چارواکو سره د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هکله لیده کاته او خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال د دواړو هېوادونو له همکاریو او نېکو اړیکو یادونه وکړه او وې ویل چې د افغانستان سرپرست حکومت تل له ایران سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او په بېلا بېلو برخو کې همکاریو ته ژمن دی. د سرپرست حکومت دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ایراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې ارزولي او د اړیکو له ټینګښته یې ډاډ ورکړی دی.
د جماعت اسلامي د مشر پر موټریز کاروان برید . د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، تېره ورځ د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د مولوي سراج الحق پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې د هغه د ګوند شپږ غړي ټپیان شوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې د یو تن وضعیت نازک ښودل شوی.
په دغه برید کې سراج الحق ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ویل کېږي چې نوموړی په ژوب ولسوالۍ کې په یوې غونډې کې د ګډون لپاره یادې سیمې ته تللی و.
که څه هم تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تحریک طالبان پاکستان ډلې په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.