د ایران په ضد د اروپایي اتحادیې نوې بندیزونه
اروپایي اتحادیې یو ځلې بیا د بشري حقوقو د نقضونې په ادعا سره، په ایران کې په پنځو شخصیتونو او دوو ارګانونو باندې بندیزونه لګولي دي.
د ایسنا له راپور سره سم، د اروپایي اتحادیې شورا د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ادعا وکړه چی د ایران دوې ادارې او پنځه شخصیتونه د بشري حقوقو په خاطر د بندیزونو په لیسټ کې شامل شوي دي.
د اروپایي اتحادیې د بندیزونو په دغه لړۍ کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د تعاون فاونډېشن او د محصیلینو بسیج ورشامل شوي دي.
اروپایي اتحادیې د ایران په داخلي چارو کې په لاسوهنې سره، د هغو بلواګرو د نه پانسې کېدو غوښتنه کړې چي د بلواو پر مهال د قتل په کېسونو کې نیول شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې د اروپایي اتحادیې له لورې د بشري حقوقو پورې اړوند تورونه بې ځایه بللې او یادونه یې کړې ده چي اروپایي هیوادونه چي د اسرائیل د رژیم په څېر له جنایتکارانو څخه ملاتړ کوي، په ایران کې د بشري حقوقو د اروزنې صلاحیت نه لري.
د ایران خارجه وزارت د قاتلینو د نه پانسې کېدو لپاره د اروپایي اتحادیې غوښتنې د ایران په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده.