جنرال سلامي: د سراوان د شهیدانو غچ به د دغه کار له آمرانو او عاملانو واخلو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د غیرتي پوله ساتونکو د شهادت په مناسبت یو پيغام کښې ټینګار وکړ چې د سراوان د پیښې له آمرانو او عاملانو څخه به د شهیدانو بدل واخلو.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان د غیرتي پوله ساتونکو د شهادت په مناسبت یو پيغام کښې ټینګار وکړ چې د سراوان د پیښې له آمرانو او عاملانو څخه به د شهیدانو بدل واخلو.
سردار حسین سلامي د پاکستان له خاورې څخه د سراوان په سرحد باندې د ترهګرو په حمله کښې د پنځو ایراني سرحدي ځواکونو د شهادت په مناسبت یو پیغام کښې ولیکل: د کراې ترهګرې ډلګۍ او د ایران د ستر ولس دښمنان دې پوه شي چې د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو د پاکې وینې بدل به د دغه جنایت له آمرانو او عاملانو واخلو.
هغه په یو پيغام کښې د ایران د پولیسو مشر قومندان احمد رضا رادان ته د یادو غیرتي سرحدي ځواکونو د شهادت تسلیت ووایه او مبارکي یې ورکړه.