د اندونیزیا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د ولسمشر هرکلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133270-د_اندونیزیا_په_ولسمشرۍ_ماڼۍ_کې_د_ایران_د_ولسمشر_هرکلی
 د اندونیزیا ولسمشر د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر هرکلی وکړ.
(last modified 2023-05-23T03:13:56+00:00 )
May 23, 2023 06:54 Asia/Kabul
  • د اندونیزیا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د ولسمشر هرکلی

 د اندونیزیا ولسمشر د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر هرکلی وکړ.

 د اندونیزیا ولسمشر د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر هرکلی وکړ.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو نن په مردیکا ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي چې د یوه لوړ رتبه اقتصادي او سیاسي پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته تللی دی، په رسمي توګه هرکلی وکړ.

Image Caption

 

د ایران او اندونیزیا ولسمشرانو د رسمي هرکلي په مراسمو کې د یادګاري عکس له اخیستلو وروسته د اندونیزیا د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې د سولې او دوستۍ د نښې په توګه نیالګي کینول.

د ښه راغلاست له مراسمو وروسته د ایران او اندونیزیا د ولسمشرانو ترمېنځ د مردیکا په ماڼۍ کې د ځآنګړې ناستې وروسته لوړ رتبه پلاوي هم په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

ټاکل شوې د ایران او اندونیزیا د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سندونه هم لاسلیک شي.