د ایران د حقابې په اړه ناسته ترسره شوې
د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپیریال ساتنې سازمان رئیس د هلمند د سیند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه د ایراني او طالب چارواکو ترمنځ د غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړ.
د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپیریال ساتنې سازمان رئیس د هلمند د سیند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه د ایراني او طالب چارواکو ترمنځ د غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړ.
ایرانا خبري اژانس د علي سلاجقه له قوله ویلي چې له طالب چارواکو سره د ایراني ارواکو په غونډه کې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې په اړه بحث او خبرې شوي.
د ایران د ولسمشر مرستیال ویلي، دوی هیله لري چې دا موضوع د ډیپلوماسۍ له لارې حق او د ایران حقابه ورکړل شي.
تر دې مخکې ایراني چارواکو د سپوږمکۍ د عکسونو پر اساس ادعا کړې وه چې هلمند سیند کې اوبه شته او په وینا یې د دوی تخنیکي ډلې ته دې اجازه ورکړل شي چې د کجکي بند له نږدې وویني.
اوس مهال دواړه لورې د خبرو په وسیله د دې موضوع پر حل ټینګار کوي.