د تهران اوجکارتااقتصاد د یوه بل بشپړونکی دی
رییسي همداراز وویل د انډونیشیا په سفر کې په اقتصادي ، تجارتي ، کلتوری او انرژۍ په حوزو کې د ملګرتیا ۱۱ سندونه لاسلیک شول .
د ایران پریس له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي بیګا د انډونیشیاله دوه ورځنی سفره وروسته وویل له مختلفو هیوادونو سره د ایران ارتباط د ګاونډیتوب او سیمه پالنې د سیاست په اساس دی . رییسي همداراز وویل د انډونیشیا په سفر کې په اقتصادي ، تجارتي ، کلتوری او انرژۍ په حوزو کې د ملګرتیا ۱۱ سندونه لاسلیک شول .
د ایران ولسمشر همداراز انډونیزیا ته د خپل دوه ورځني رسمي په پاې کښې پرون د دغه هیواد په استقلال جومات کښې په شتون سره هلته د ورځې د لمانځه له ترسره کولو وروسته په یوې وینا کښې د انډونیزیا د لمونځ ګزارو په ټول کښې په خپل شتون خوښي څرګنده کړه.
هغه د مسلمانانو پیوستون ، وحدت او کوټلتیا مهمه او سټراټيژیکه وبلله او ویې ویل دغه پیوستون هیڅکله هیر نکړئ ځکه چې هغه د انډونیزیا او د اسلامي نړۍ ستره پانګه ده او جوماتونه د عبادت او د راغونډیدا پرځاې سربیره باید د مسلمانانو د ټولنیزو مسوولیتونو مرکز او ورایښت هم ووسي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي خدای پاک ته د توجه کول په لړ کښې نورو خلکو ته پام کول د جوماتونو اصلي او ضروري کړچارونه وګڼل او ویې ویل نن سبا د فلسطین د خلکو حقوقو ته توجه کول چې د مستکبرانو له ظلم سره مخ دي او دغه راز د میانمار او د نورو هیوادونو د خلکو حالت ته پام کول چې له مشکل سره مخامخ دي د مسلمانانو دنده او د الهي رضا د جلبولو لپاره ضروري چاره ده.
هغه په دې خبرې سره چې دښمن په نړۍ کښې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو او په مسلمانانو کښې له ایران څخه د خلکو د ویرولو کوشش کوي وویل د دنیا مسلمانان باید پوه شي چې د دوې تر ټولو ښه دوست چې د دوې د عزت، خپلواکۍ او د دوې د ویاړونو فکر کوي او د دوې ناامنۍ د خپل ځان ناامنۍ ګڼي د ایران اسلامي جمهوریت دی.