د بندیزونو د ختمولو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133430-د_بندیزونو_د_ختمولو_لپاره_خپلې_دندې_ته_دوام_ورکوو
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ډيپلوماسۍ له لارې د بایکاټونو د لغو کولو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوو.
(last modified 2023-05-26T06:29:38+00:00 )
May 25, 2023 22:57 Asia/Kabul
  • د بندیزونو د ختمولو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوو

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ډيپلوماسۍ له لارې د بایکاټونو د لغو کولو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوو.

هغه پرون د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په سپیڅلي حرم کښې د سفیرانو او د نمایندګیو د مشرانو په ټول کښې وویل تر میاشتو  میاشتو مو خبرې کړي دي او د پیغامونو تبادله روانه ده او د ځینو هیوادونو خارجه وزیرانو هڅه وکړه چې خبرې اترې نتیجې ته ورسیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل حضرت امام خمیني رحمت الله علیه کلونه کلونه مخکې په نړیوال نظم کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول لوبول په عمل کښې وښودل او نن ورځ هم د هغه د دوام کتونکي یوو.

هغه وویل د ایران په خارجي سیاست کښې مو نه ختیځ او نه لویدیځ بلکې د ایران اسلامي جمهوریت شعار زده کړی دی.

حسین امیر عبداللهیان مظلوم او مستضعف ته د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه پام ته په اشارې سره وویل دغه چارې ته په پام سره نن سبا هم د ایران په بهرني سیاست کښې د فلسطین موضوع او د قدس شریف ازادول په اجنډا کښې شامل دي.