انډونیشیا ته د رییسي د سفر سیاسي او اقتصادي بریاوې
ښاغلی رییسي له دې مخکې تاجیکستان ، ترکمنستان ، روسیې ، قطر ، عمان ، ازبکستان ، امریکا ، قزاقستان ، چین او سوریې ته سفرونه کړي وو . اندونیزیا د ۱۳ دولت له پیله د ښاغلی رییسي د سفر یولسم مقصد وو . د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د سفرونو مقصد له ګاونډیو ، اسلامی او سیمې هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا د دولت د باور ښودنه کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي وړمه ورځ انډونیشیا ته خپل دوه ورځنې سفر پای ته ړرسید .
انډونیشیا ته د ښاغلی رییسي سفر مهمې سیاسي او اقتصادی بزریاوې درلودلي دي . د دغه سفر لومړۍ سیاسی کامیابۍ دا وه چی د دیارلسم دولت د بهرنی سیاست کلی کرښه یې جوته کړه . د ښاغلی رییسي په مشرۍ ۱۳ حکومت د خپل بهرنی سیاست کړچار له ګاونډیو ، اسلامی او سیمې هیوادونو سره د اړیکو پراختیا دی . په همدې لړ کی د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي انډونیشیا ته له سفره وړاندی لس بهرنی سفرونه درلودلي دي چی یوازې دوه سفرونه یې یعنی امریکا او چین ته سفرونه یې اسلامی یا سیمه ایز نه وو .
ښاغلی رییسي له دې مخکې تاجیکستان ، ترکمنستان ، روسیې ، قطر ، عمان ، ازبکستان ، امریکا ، قزاقستان ، چین او سوریې ته سفرونه کړي وو . اندونیزیا د ۱۳ دولت له پیله د ښاغلی رییسي د سفر یولسم مقصد وو . د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د سفرونو مقصد له ګاونډیو ، اسلامی او سیمې هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا د دولت د باور ښودنه کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د دغه سفر دوهمه مهمه سیاسی بریا د 13 دولت په بهرنی سیاست کی د ختیځ ځای بیانلو او د بهرتنی سیاست د متنوع کولو لپاره د حکومت کوشش دی . اندونیزیا ته سفر په بهرنی سیاست کې د ختیځ پالنې د پیاوړتیا په لړ کې د ۱۳ دولت مهم اقدام او د ولسمشر په وینا د انډوله بهرنی سیاست په لړ کی دی . په دې اړه لومړنې اقدام د شانګهای ملګرتیا سازمان سره یو ځای کیدا ، دوهم اقدام روسیې ته سفر ، دریم اقدام چین ته سفر او اوس څلورم اقدام اندونیزیا ته سفر وو . د ولسمشر د بهرنیو سفرونو له ۱۱ مقصدونو ، درې سفرونه د اسیا ختیځ هیوادونو ، څلور سفرونه مرکزی اسیا او درې سفرونه د لویدیځې اسیا عربي هیوادونو او یو سفر امریکا ته وو .
دغه سفرونه ښی چی ښاغلی رییسي دولت که څه هم له لویدیځ سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوی خو هماغه ډول چی د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای په وروستیو کې د خارجه وزارت له مسولانو او د سلامي ایران سفریانو سره په کتنه کې مطرح کړه التماسی ډیپلوماسئ پرمخ نه نیسی بلکې د ایړکو د پراختیا لپاره یې مختلف هیوادونه په نظر کی نیولي دی چی د اسلامی ایران عزت په نطر کی نیسي .
بی شکه اندونیزیا ته د ولسمشر د سفر یوه مهمه بریا د اقتصاد په حوزه کی وه . د ایران او اندونیزیا د ایړکو په اړه تریخ حقیقت د دواړو هیوادونو د تجارت لږه اندازه دی . د تجارت د پراختیا کمیشن د ویندوی سید روح اله لطیفی په وروستیو کی اعلان کړی دی چی په تیر کال کی د دواړو لوروغیر تیلی تجارت اندازه کابو ۹۶۵ میلیون او ۱۵۹ زره ډالره وه چی ۸۴۶ میلیون او۵۳۹ زره ډالره اندونیزیا ته د ایرانی صادراتی شیان او ۱۱۸ میلیون او ۶۲۲ زره ډالره له اندونزیا د ایران واردات وو ،
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي له جوکو ویدودو سره په ګډه مطبوعاتی کانفرنس کې ۲۰ میلیارډ ډالرو ته د دواړو هیوادونو د تجارتي مبادلاتو د رسولو لپاره د هدف ټاکلو خبر ورکړ . په همدې لړ کی رییسي او ویدودو د ډالر د حذفولو او د دواړو هیوادونو په ملی کرنسۍ سره د راکړو ورکړو د ترسره کولو په ارتباط موافقه وکړه . د انډونیشیا په سفر کې په اقتصادي ، تجارتي ، کلتوری او انرژۍ په حوزو کې د ملګرتیا ۱۱ سندونه لاسلیک شول .