د ایران او افغانستان پولې په پشپړ کنټرول کې   دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133548-د_ایران_او_افغانستان_پولې_په_پشپړ_کنټرول_کې_دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک قوماندان او د ایران د پولیسو د قوماندان جانشین د ایران او افغانستان د سرحدي سیمو دمیداني شرائطو د ارزونې لپاره  سیستان او بلوچستان ولایت سرحدي سیمو ته لاړل.
(last modified 2023-05-28T04:41:02+00:00 )
May 28, 2023 09:03 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان پولې په پشپړ کنټرول کې   دي

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک قوماندان او د ایران د پولیسو د قوماندان جانشین د ایران او افغانستان د سرحدي سیمو دمیداني شرائطو د ارزونې لپاره  سیستان او بلوچستان ولایت سرحدي سیمو ته لاړل.

د ایران د پوځ د  مځکني ځواک قوماندان سردار جنرال ک یومرث حیدري د افغانستان له هیواد سره د ګډې پولې د شرائطو د لیدو په وخت ووئيل،له افغانستان سره ګډې پولې په کامل ډول  د پوځ د مځکني ځواک په کنټرول کې دي او  امنیت په په بشپړ ډول  ټينګ دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک قوماندان  زیاته کړه  له ایران ،افغانستان او پاکستان سره په ګډو پولو کې امنیتی  او اطلاعاتي معلوماتو لپاره ئې سیستان ته سفر کړی دی.

Image Caption

 

د ایران دپولسو د عمومي قوماندان  جانشین  سردار تورن جنرال قاسم رضائي  هم سیستان سیمې ته په سفر کې  او دغه راز له افغانستان سره د ګډو پولو د شرائطو د لیدو په وخت ت ووئيل، د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې څو ځله ده چې د افغانستان د واکمنانو له خوا تیروتنې کیږي ،داسې چې  پرون هم د ګاونډي هیواد له خ وا بې ځایه ډزې شوي ،  چې البته کلک ځواب ورکړل شوی دی.

د ایران د پولیسو د عمومی قوماندان جانشین  روښانه کړې ده ، دمګړئ دپولو وضعیّت ډیر آرامه دی  او بیګا شپه هیڅ ډول پيښه نه ده شوې او  شخړه پرون مازدیګر ختمه شوې ده .

تسنیم خبري آژانس راپور ورکړ، پرون سهار کابو لس بجې طالب ځواکونو  د افغانستان له پلوه  دنړیوالو قوانینو له رعایتوولو او د ښه ګاونډيتوب په نظر کې له نیولو پرته  په ډول ډول وسلو سره د زابل د سرحدي غونډ په حوزې کې  په ساسولي پستې ډزې وکړې چې  د اسلامي ایران د پولیسو  د پوله ساتونکو له پریکنده  غبرګون سره مخ شوي  دي.