د ایران او عمان اړیکې پراخې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133598-د_ایران_او_عمان_اړیکې_پراخې_شوې_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران او عمان د لوړ رتبه پلاویو په ګډې غونډې کې ټینګار وکړ، چې د ایران او عمان اړیکو له سوداګرۍ څخه پانګونې ته پراختیا کړې ده.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
May 29, 2023 07:48 Asia/Kabul
  •  د ایران او عمان اړیکې پراخې شوې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران او عمان د لوړ رتبه پلاویو په ګډې غونډې کې ټینګار وکړ، چې د ایران او عمان اړیکو له سوداګرۍ څخه پانګونې ته پراختیا کړې ده.

ایران ته د عمان د سلطان "هیثم بن طارق" د رسمي سفر په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د اقتصادي همکاریو او پانګونې، په آزادو سیمو کې او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ څلور سندونه لاسلیک کړل.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغه ناسته کې د دې په بیان سره چې د ایران او عمان اړیکې له سوداګریزې مرحلې څخه د پانګونې مرحلې ته لوړ شوي دي وویل، په دوه اړخیزو او سیمه ایزو ډګرونو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا، په مناسبو ډګرونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا سبب کېږی.

ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت، سوداګرۍ، اړیکو، دفاعي او امنیتي چارو، د سړکونو او اورګاډي کرښې، سمندري ټرانسپورټ او ټرانزیټ، مالي او پولي تبادلې او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا د نورو برخو د همکارۍ لپاره مناسبې برخې وګڼلې .