ایران او ترکمنستان د ملګرتیاؤ پراختیا ته هوډمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133712-ایران_او_ترکمنستان_د_ملګرتیاؤ_پراختیا_ته_هوډمن_دي
 د ایران اوترکمنستان  اړیکې د ایران د دیارلسم  حکومت د بهرني سیاست کړچار ته په پام سره چې  د ګاونډیتوب د سیاست په توګه یادیږي ،  مخ په پراختیا  دي او د دواړو هیوادونو د  لوړروتبه چارواکو لیده کاته ، په دې زمینې کې   دبدلانه مهم پیچومی حسابیږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 31, 2023 00:54 Asia/Kabul
  • ایران او ترکمنستان د ملګرتیاؤ پراختیا ته هوډمن دي

 د ایران اوترکمنستان  اړیکې د ایران د دیارلسم  حکومت د بهرني سیاست کړچار ته په پام سره چې  د ګاونډیتوب د سیاست په توګه یادیږي ،  مخ په پراختیا  دي او د دواړو هیوادونو د  لوړروتبه چارواکو لیده کاته ، په دې زمینې کې   دبدلانه مهم پیچومی حسابیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئیل ایران او ترکمنستان د انرژۍ په حوزې   کې ډير زیات ظرفیّتونه لري چې  د ښې ملګرتیا غوره زمینه ئې برابره کړې ده.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ا براهیم ریسی  پرون  ن اوخته د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا له مشر قربان قلی بردی محمداف سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ، ددواړو هیوادونو ښو اړیکو ته په اشارې سره ووئيل،  د ایران او ترکمنستان د اړیکو سویه پراخیدلی شي او ددواړو هیوادونو پوله  د ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره  یو فرصت ګنل کیږي.

ابراهیم ریسی  ایران ته د ترکمنتستان د  خلق مصلحتي شورا د مشر سفر  د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ د پراختیا یو  مهم ټکی وباله او وې وئيل،  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  حکیمانه تعبیر  ته په پام سره چې ئې  فرمائيلي دي،  له ترکمنستان سره د ایران رابطه  د ګاونډيتوب نه بلکې د خپلوئ  رابطه ده ، د خپلوئ  د  همدغو اړیکو د لور نیونې لپاره ددواړو هیوادونو دچارواکو  فیصلې تعقیبیږي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د اوبو او بریښنا، ټرانسپورټ او ټرانزیټ  په حوزو کې  د اړیکو پراختیا  دایران او ترکمنستان  دملګرتیاؤ  مهمې حوزې وبللې او  او زیاته ئې کړه ،  دتخنیکي او انجنئيرینګ  خدماتو صادریدا   د ملګرتیاؤ یوه بله زمینه ده چې پراختیا به ومومي.

د ترکمنستان د خلق مصلحتي شورا مشر قربانقلی بردي محمداف  هم پخپلو څرګندونو کې د ایران د  اسلامی جمهوریت سیمه ایز او نړیوال سیاست  دسولې او ثبات  او امنیت سیاست وباله او  وې وئيل،   دغه شان اقدامات او ګډې مشورې او راشه دیرشه  په سیمې  کې  د سولې او ثبات  تضمینونکی کیدلی شی او دغه راز پخپل مینځ کې دتجارت د پراختیا لپاره هم زمینې برابروي چې  سیمه او نړۍ به د آرامښت او ثبات په لور وکاږي.