د تهران او واشنګټن ترمینځ په واسطوسره پيغامونه مبادله کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133716-د_تهران_او_واشنګټن_ترمینځ_په_واسطوسره_پيغامونه_مبادله_کیږي
امیر عبداللهیان  ووئيل، د ایران او عربستان  داړیکو بیرته پیلیدا یوازې یوه تاکتیکي موافقه  نه ده، ایران له سعودیانو سره  دتجارتي او اقتصادي  اړیکو دپراختیا په زمینې کې هم  موافقې ته رسیدلي یوو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 31, 2023 01:51 Asia/Kabul
  • د تهران او واشنګټن ترمینځ په واسطوسره پيغامونه مبادله کیږي

امیر عبداللهیان  ووئيل، د ایران او عربستان  داړیکو بیرته پیلیدا یوازې یوه تاکتیکي موافقه  نه ده، ایران له سعودیانو سره  دتجارتي او اقتصادي  اړیکو دپراختیا په زمینې کې هم  موافقې ته رسیدلي یوو.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دموضوع په باب  له اروپائي اتحادئې  سره دمستقیم ارتباط او د واسطو له لارې امریکا سره  هم ارتباط هماغه راز شته دی.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د فرانسې له فیګارو ورځپاڼې سره په خبرو کې ټينګار وک، د نړیوالې ایټمي موافقې په باب  له اروپائي اتحادئې سره   ډيپلوماټيک او مذاکراتی بهیر  دوام لري.  امیر عبداللهیان  ووئيل،  د اروپائی اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن له مسئول جوزف بورل سره  د ایټمی  خبرواترو په زمینې کې په ارتباط کې دی.  د ایران د خارجه وزیر په وینا، د  تهران او واشنګټن ترمینځ د پیغامونو تبادله  هم د  سیمه ایزو او حتی د اروپائی واسطو له لارې دوام لري.

د ایران خارجه وزیر  د خپلو خبرو په یوې بلې برخې کې  ووئيل، تهران  په یمن کې د جنګ ددریدا  او ددغه هیواد له درستو لورو سره د خبرواترو د  ترسره کیدا لپاره په ارتباط کې دی. امیر عبداللهیان  ووئيل، د ایران او عربستان  داړیکو بیرته پیلیدا یوازې  یوه تاکتیکي  موافقه  نه ده .. د ایران خارجه وزیر زیاته کړه ، ایران له سعودیانو سره  دتجارتي او اقتصادي  اړیکو دپراختیا په زمینې کې هم  موافقې ته رسیدلي یوو.