ایران شپږ اعشاریه اوه میلیارډه ډالرو ته د لاسرسي امکان لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133794-ایران_شپږ_اعشاریه_اوه_میلیارډه_ډالرو_ته_د_لاسرسي_امکان_لري
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مرکزي بانک مشر د پیسو په نړیوال صندوق کښې د ایران له موجودو سرچینو څخه شپږ اعشاریه اوه میلیارډو ډالرو ته د تهران د چټک لاسرسي خبر ورکړ.
(last modified 2023-06-01T22:33:53+00:00 )
Jun 02, 2023 02:46 Asia/Kabul
  • ایران شپږ اعشاریه اوه میلیارډه ډالرو ته د لاسرسي امکان لري

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مرکزي بانک مشر د پیسو په نړیوال صندوق کښې د ایران له موجودو سرچینو څخه شپږ اعشاریه اوه میلیارډو ډالرو ته د تهران د چټک لاسرسي خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزین په واشنګټن کښې د پیسو د نړیوال صندوق ايي ایم ایف(IMF) له چارواکو سره د خپلو کتنو په څنډه کښې وویل حاضردمه ایران د څلور اعشاریه اته میلیارډه ایس ډي ار(SDR) لري او د شپږ اعشاریه اوه میلیارډه ډالرو د اخیستلو حق لري او تهران له دغو سرچینو له موجوده اقتصادي حالت سره د مرستې لپاره کولای شي په تر ټولو  کمو اداري تشریفاتو سره په چټکۍ سره له دغه قابلیت استفاده وکړي.

هغه وویل د پیسو نړیوال صندوق په بیلابیلو وختونو کښې چې نړیوال اقتصاد له ځوړتیا سره مخ کیږي له خپلو غړیو سره د مرستې لپاره د ایس ډي ار د الکوکیشن(SDR ALLOCATION) په نوم د نقدو ډالرو په رامینځته کولو سره د ځانګړیو نقدو پیسو د  اخیستلو اقدام کوي چې هیوادونه په هغه باندې تکیه کولو سره د ځوړتیا له حالت څخه د وتلو لپاره د خپل د ضرورت وړ نقد ډالر لاس ته راوړي.