د ایران او د اروپا ترمینځ اغیزشیندونکي خبرې کیدلای شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133896-د_ایران_او_د_اروپا_ترمینځ_اغیزشیندونکي_خبرې_کیدلای_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل په اروپايي اتحادیې کښې د بیلجیم رول ته په پام سره هیله کولای شو د متقابل احترام په سیوري کښې د اروپايي لورو او د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې د هدفمنو او د اغیز شیندونکو خبرو اترو ټینګیدل شامل شي.
(last modified 2023-06-03T19:41:33+00:00 )
Jun 04, 2023 00:09 Asia/Kabul
  • د ایران او د اروپا ترمینځ اغیزشیندونکي خبرې کیدلای شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل په اروپايي اتحادیې کښې د بیلجیم رول ته په پام سره هیله کولای شو د متقابل احترام په سیوري کښې د اروپايي لورو او د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې د هدفمنو او د اغیز شیندونکو خبرو اترو ټینګیدل شامل شي.

د بیلجیم د بهرنیو چارو وزیر «حجه لحبیب» د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ټیلي فوني خبرې وکړې.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه ټیلي فوني تماس کښې د  ګډو ترسره شویو هڅو نتیجې ته په رسیدا باندې چې د دواړو هیوادونو د بندیانو د خوشي کیدا سبب شوې خوښي څرګنده کړه.

د بیلجیم خارجه وزیر هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د اروپايي هیوادونو د بندیانو د موضوع له حل کولو سره د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅې قدرونه وکړه.

هغه په دې هکله د ایران د انسان دوستانه اقدام په یادولو سره هیله وکړه چې په وروستي بدلون پسې د ایران او د بیلجیم په اړیکو کښې نوی افق پرانیستل شي.

د بیلجیم خارجه وزیر  په اروپايي اتحادیې کښې د خپل هیواد مقام ته په اشارې سره وویل دغه هیواد د اروپا او د ایران د ا سلامي جمهوریت د اړیکو د ډیر نږدې کولو لپاره  چمتو والی لري.