د امام خمیني رح انقلاب د نړۍ ټولې سیاسي معادلې ګډوډې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133920-د_امام_خمیني_رح_انقلاب_د_نړۍ_ټولې_سیاسي_معادلې_ګډوډې_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي، روحانیت او سیاست د امام خمیني رح د ژوند له تګلارې څخه وو او  د نوې معادلې په رامنځته کولو سره یې د نړۍ ټولې سیاسي معادې ګډوډې کړې.
(last modified 2023-06-04T04:50:09+00:00 )
Jun 04, 2023 08:01 Asia/Kabul
  • د امام خمیني رح انقلاب د نړۍ ټولې سیاسي معادلې ګډوډې کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي، روحانیت او سیاست د امام خمیني رح د ژوند له تګلارې څخه وو او  د نوې معادلې په رامنځته کولو سره یې د نړۍ ټولې سیاسي معادې ګډوډې کړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وایي، روحانیت او سیاست د امام خمیني رح د ژوند له تګلارې څخه وو او  د نوې معادلې په رامنځته کولو سره یې د نړۍ ټولې سیاسي معادې ګډوډې کړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د شنبې په ماښام د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د ۳۴م تلین په مناسبت د دغه هیواد د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) د مینه والو په غونډه کې وویل: سره له دې چې د امام خمینی (رح) له وفات ۳۴ کاله تیر شول، خو نن ورځ هم د هغه لاره تعقیبول ژوندۍ ده او وینا یې د ایران خلکو او د نړۍ د خپلواکو هېوادونو کې د پخوا په پرتله ډیره مشهوره او پراخه شوې ده.

رئیسي زیاته کړه چې امام خمیني (رح) د خلکو د ارادې او د الهي ایډیالوژۍ په ارتباط د اسلامي جمهوریت تاسیس کړ په داسې حال کې چې نن ورځ د نړۍ زیاتې ناخوالې او مصیبتونه له روحانیت څخه د سیاستوالو د جلاوالي سبب کیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه، د فلسطینیانو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د اویا کلونو جنایتونه او په نړۍ کې د ګڼو نورو جنایتونو او د ډله ایزې تباهۍ د وسلو جوړول او استعمالول له روحانیت څخه د سیاستوالو د ماتې پایله ده.

رئیسي په دې خبرې ټینګار سره چې د نوي نړیوال نظم د رامینځته کیدو یو مهم او اغیزناک عامل اسلامي انقلاب دی وویل نن سبا د امریکې د قدرت او یو اړخیزه کولو شاخصونه په کمیدو دي او د سیمې د هیوادونو په تیره بیا په اسیا کې د نویو او رامینځته کیدونکو قدرتونو په څیر سیمه ایز سازمانونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د رامینځته کیدو او جوړیدو په حال کې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامي انقلاب  د مقاومت په تګلاره کې یو مهم اصل دی، خو د صهیونیستي رژيم د امریکا د نا مبارک اولاد په توګه له تيرو اویا کالونو څخه هیڅکله له داسې بدې ورځې سره مخ شوی نه وو، لکه په دې وروستیو کې او دا چاره د نوي نړیوال نظم د رامنځته کېدو له نښو نښانو څخه دي.

رئیسي په دې خبرې سره چې نن ورځ د مقاومت بیرغ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لاس کې دی، څرګنده کړه هر هغه هیواد چې له ایران سره د اړیکو ټینګول غواړي، موږ تعامل او همکارۍ ته چمتو یو، خو د هر هغه هیواد په وړاندې به مقاومت وکړو، چې غواړي د ایران د ملت په وړاندې ودریږي.