امام خمیني د استکبار ضد سمبول او نړیوال شخصیت دی.
نن د ایران د اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رض د وفات څلوردیرشم تلین دی، هغه رهبر چې د اویایمې لسیزې د سړې جګړې په اوج کې یې په خپل هوښیار رهبرۍ نړۍ ولړزوله او په خپلو افکارو یې په اسلامي نړۍ کې د ازادۍ غوښتوونکي غورځنګونو په منځ کې د دوی وینې په جذبې راوستې.
امام خمیني د استکبار ضد سمبول او نړیوال شخصیت دی.
نن د ایران د اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رض د وفات څلوردیرشم تلین دی، هغه رهبر چې د اویایمې لسیزې د سړې جګړې په اوج کې یې په خپل هوښیار رهبرۍ نړۍ ولړزوله او په خپلو افکارو یې په اسلامي نړۍ کې د ازادۍ غوښتوونکي غورځنګونو په منځ کې د دوی وینې په جذبې راوستې.
له همدې امله امام خمیني نه یوازې یو نړیوال شخصیت دی او نړۍ ورته درناوی لري، بلکې د ظلم په وړاندې یې د نړۍ مفکرین او ازادۍ غوښتوونکې د یوه ستر رهبر په توګه پیژني او ځآنونه د هغه د حرکتونو او فکري لارویان ګڼي.
د پاکستان د شهید حسیني غورځنګ مشر تاجمل حسیني وایي، حضرت امام خمیني (رح) په خپل هوښیارتیا او اخلاص سره د یوې معاصرې اسلامي ټولنې روښانه او کامیابه بیلګه رامینځته کړه او د دغه مکتب په اغیزې یې ټینګار وکړ.
هغه زیاتوي، حتی نن هم د آزادۍ د غورځنګونو په مینځ کې نړۍ ته څرګنده ده او په قاطعیت سره ویلای شو چې اسلامي ارزښتونه د امام خمیني رح له الهي افکارو سره د هغه حرکت د ایران د اسلامي انقلاب ژورې اړیکې د پایښت تر ټولو مهم دلیل دي.
له همدې امله له تکبر سره د مقابلې په لاره کې د امام (رح) لارې او افکار چې د اسلام له لارښوونو څخه اخستل شوي، د نړۍ له خوا د یو سرحدي حرکت په توګه پیژندل شوي.
د امام خمیني (رح) تاریخ او ژوند ډیر ښوونیز درسونه لري او هغه پیغام چې ټولې نړۍ ته یې وړاندې کړ نن هم ډیر ګټور او اغیزناک دی.
د هغه تر ټولو مهم پیغام د قدس د ورځې په مناسبت د فلسطین د ملاتړ اعلان و، چې موخه یې د ټولو مسلمانانو په یو ځای کېدو سره یې غوښتل د بیت المقدس او د فلسطین خاوره باید آزاده شي .
همدا لامل دی چې غاصب صهیونیسټان د امام له افکارو ډیر ویریږي او د فلسطین د هغو ډلو د ځپلو سیاست یې غوره کړی چې د نوموړي له افکارو الهام اخلي، هغه افکار چې د غاصب صهیونیسټانو پر بدن یې سخت ګوزارونه کړي دي.
د پاکستان د پوهنتون استاد او ټولنیز فعال امتیاز رضوي د هاني له استکبار سره په مبارزه کې د امام د کرښې او طریقې د نړیوالتوب په ارزولو کې په دې باور دی چې امام خمیني(رح) د اسلامي انقلاب له پیغام سره د مسلمانانو د بیدارولو توان درلود، هغه د مسلمان امت ، د نړۍ د مظلومانو د ملاتړ او د مسلمانانو د یووالي لپاره په خپل مکتب سره وکولای شول چې نړۍ ته وښيي چې استبداد او جبر هیڅکله ثبات نه لري.
امام خمیني رح تګلاره وه چې باید موږ د خپلو دښمنانو د ظلمونو په وړاندې سر ټیټ نه کړو، بلکې د عدالت د خپراوي هڅه وکړو.
د ډهلي له فعالو عالمانو څخه مولانا مظهر عباس غازي په دې باور دی چې امام خمیني (رح) یو لوی انقلاب پیل کړ چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کیږي. هغه وايی، موږ په ډهلي او د نړۍ ټول مسلمانان د امام خمیني له شخصیت څخه متاثره یو.
د اسلامی انقلاب بنسټ ایښودونکی یو ستر او پرهیزګاره شخصیت وو چې په علمی، زړورتیا، اخلاقی ارزښت او په مختلفو اړخونو کې یې یو ستر شخصیت درلود، چې له همدې امله په هر حالت کې امام وو.
خمیني (رح) په یوه زمانه او نسل پورې اړه نه لري، په خپلو افکارو سره یې د اسلام له لارښوونو الهام اخیستی او دا یې وښودله چې په فکر، استدلال او همت سره د ظالم پر وړاندې ودرېدای شئ او دا لړۍ دوام لري.
د تاریخ په اوږدو کې آزادۍ غوښتونکي د امام له دغو افکارو څخه پیروي کوي او خپل د استکبار ضد خوځښتونو ته تر بل هر وخت زیات دوام ورکوي، همدا لامل دی چې امام خمیني (رح) تر تاریخ پورې ژوندی دی او د هغه افکار هم ژوندي دي.