اسلامي ایران د اماراتو د اټومي بټۍ په کمزوري امنیت اندیښنه وښودله
زمونږ خبریال راپور راکړی په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر محسن نذیري اصل» د متحده عربي اماراتو د اټومي بټۍ په امنیت او د کمزوري ایمني حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره د ایران په وړاندې د اروپايي هیوادونو په غیر رغنده او لسمونکو کړچارونو باندې نیوکه وکړه.
هغه پرون د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا په غونډې کښې د متحده عربي اماراتو د اټومي بټۍ په امنیت او کمزوري ایمني حالت باندې چې د سیمې د ثبات او د ژواک چاپیریال لپاره جدي ګواښ دی اندیښنه څرګنده کړه.
نذیري اصل د ګاونډیو هیوادونو په چارو کښې د متحده عربي اماراتو لاسوهنې ، د سیمې په ترټولو بې وزله هیواد باندې پوځي حمله او د سیمې د نورو هیوادونو پرضد د جعلي او د چټي ځمکنۍ شخړې په سیمه کښې د حقیقي ګواښونو د خطر نورې بیلګې وګڼلې چې غور کولو ته اړتیا لري .
د متحده عربي اماراتو براکه اټومي بټۍ څلور واحده لري چې د ابوظهبۍ په لویدیځ کښې پراته ده او دغه اټومي بټۍ د پینځه زره شپږ سوه میګاواټه بریښنا په تولیدولو سره د متحده عربي اماراتو په څفلورو کښې یوه برخه بریښنا تامینوي.