د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ځاي به هیڅ یوه موافقه ونه نیسي
(last modified Fri, 09 Jun 2023 08:08:42 GMT )
Jun 09, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ځاي به هیڅ یوه موافقه ونه نیسي

په ملګروملتو کې د ایران  نمایندګۍموقتي موافقې ته دایران او امریکا دنزدیکیدا په باب دځينو راپورونو په خپریدا پسې  په یوې اعلامیې کې ووئیل،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په ځاي هیڅ یوه موافقه په ایجنډا کې نشته .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده،داسې هیڅ ډول موافقه په ایجنډا کې نشته چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ځاي ونیسي.

میډل ایسټ اې  ټیلیکس  د دوو سرچیتنو په استناد سره چې  نامې ئې نه دي ښودلي ، مدعي شوي  چې ایران او امریکاپه ایران کې د یورانیمو دپخونې دمحدودیّت په باب  دځینو بندیزونو دختمولو لپاره  دیوې موقتي موافقې تر درشله رسیدلي دي.

په عین حال کې د سپينې ماڼۍ د ملی امنیت شورا یوه ویندوي بیګا د میډل ایسټ اې  خپرونې دمقالې په غبرګون کې  رسندویو ته وئیلي دي ، دغه راپور ناسم او ګمراه کونی دی. له ایران سره د موقتي موافقې په باب  هرډول راپور  ناسم دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت اړونده چارواکوپه کرتو ټينګار کړی دی که امریکائي لوری حقیقت پال  عمل وکړي، نو یوې موافقې ته لاس رسی ممکن دی.