ایران ته د چین د سوداګریزو پلاو سفر
ټاکل شوې ده چي له چین څخه یوه جګپوری سوداګریزي پلاوی د دواړو هیوادونو تر مینځ د تجارت د پراختیا په موخه تهران ته سفر وکړي.
ایران او چین په تېرو کلونو کې په سیاسي، اقتصادي، دفاعي او استراتیژیکو ډګرونو کې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې او د دواړو هیوادونو تر مینځ د ۲۵ کلنې همکارۍ هوکړه هم په دې لړ کې لاسلیک شوې ده.
د تهران د تجارت خونې له راپور سره سم، ټاکل شوې ده چي د چین له جی لین ولایت څخه یوه ۴۵ کسیزه سوداګریز پلاوی د ایران له ظرفیتونو او وړتیاو سره، د بلدتیا او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه تهران ته سفر وکړي.
د تهران د تجارت خونې د نړیوالو چارو مرستیال حسام الدین حلاج زمونږ خبریال ته وویل: یاد پلاوی د ایران د سوداګریزو او د صنعت د وزارت په رسمې بلنې سره، تهران ته سفر کوي.
د چین په دغه تجارتی پلاوي کې، اقتصادي فعالان، د کړهنې او خوراکي توکو، روغتیایي محصولاتو او صنعتي چارو ماهرین به له خپلو ایراني سیالانو سره، د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
د یکشنبې په ورځ به هم د دواړو هیوادونو د چارواکو په حضور سره یوه سوداګریزه غونډه هم تر سره شي.