د هېواد پوځي ځواک د مخنیوي لوړې کچې ته رسېدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134198-د_هېواد_پوځي_ځواک_د_مخنیوي_لوړې_کچې_ته_رسېدلی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال ټینګار وکړ: د هېواد پوځي ځواک د مخنیوي لوړې کچې ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-06-10T05:48:45+00:00 )
Jun 10, 2023 10:13 Asia/Kabul
  • د هېواد پوځي ځواک د مخنیوي لوړې کچې ته رسېدلی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پارلماني مرستیال ټینګار وکړ: د هېواد پوځي ځواک د مخنیوي لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د ځوانو خبریالانو ټولنې د خبر له مخې، د ولسمشر پارلماني مرستیال سید محمد حسیني، د پوهنتون د استادانو او د شهیدانو د کورنیو په غونډه کې د شهیدانو د لارې او د لوړو آثارو د تعقیبولو پر ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: دا چې د ایران ملت توانیدلی چې۴۴ کاله د بدو او شریر قوتونو پر وړاندې مقاومت او د دوی نقشې شنډې کړي، د استقامت او شهادت د کلتور د شتون او د شهیدانو د لارې او  د دوی د هیلو د پیروۍ له امله دي.

د ولسمشر پارلماني مرستیال همدا راز وویل: نن ورځ د سپېڅلي دفاع د مبارزو په شان پرهیزګاره او تکړه ځوانانو، د هېواد پوځي ځواک د دفاع لوړو پوړیو ته رسولی او د سپینې ماڼۍ مشران چې تل یې پر مېز باندې د پوځي انتخاب په اړه خبرې کړې، نور د ایران ملت ته د شعار ورکولو او ګواښلو جرات نه لري.

حسینی ټینګار وکړ: د ایران ملت تل د زورواکو په مقابل کې دریدل، د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو دفاع، د عدالت غوښتلو، له استبداد سره مبارزه، د مظلومانو ملاتړ، د تمدن جوړونه او د ظهور لپاره د زمینې برابرولو په شان لوړ نظرونه څرګندوي او په دې لاره کې په ټینګ باور او د وظیفې سره اقدام کوي.