تهران په نړیواله کچه د چاپیریال ساتنې غونډې کوربتوب کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د چاپیریال ساتنې سازمان مشر علي سلاجقه وایي، د سپټمبر میاشتې په ۹مه او لسمه نیټه به په تهران کې د نړۍ د ۵۰ هېوادونو په ګډون د چاپیریال ساتنې غونډه ترسره شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د چاپیریال ساتنې سازمان مشر علي سلاجقه وایي، د سپټمبر میاشتې په ۹مه او لسمه نیټه به په تهران کې د نړۍ د ۵۰ هېوادونو په ګډون د چاپیریال ساتنې غونډه ترسره شي.
د ایران فارس خبري اژانس د خبر له مخې علي سلاجقه د چاپیریال ساتنې اونۍ په مناسبت په تهران کې د سفیرانو په غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو د دوام لپاره اصولي سیاست لري.
نوموړي زیاته کړه، چاپیریالیز مسایل د بشري ټولنې د اساسي مشترکاتو په توګه کولای شي چې د ستونزو د حل لپاره خپل نوښتونه او تجربې له یو بل سره شریکې کړو.
هغه وایي، تیر زیږدیز کال کې یې په هېواد کې مهمې لاسته راوړنې درلودې او د فارس خلیج او لودیځې اسیا له هېوادونو سره یو ځای کېدل د دې ثبوت دی چې ټول اقتصادي، سیاسي او پوځي مسایل په دې ډول حل کېدای شي.