د ایران او قطر ترمنځ د پولي، بانکي او مالي همکاریو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134408-د_ایران_او_قطر_ترمنځ_د_پولي_بانکي_او_مالي_همکاریو_پراختیا
د ایران او قطر هېوادونو د مرکزي بانکونو چارواکي وايي، چې  د دواړو هېوادونو ترمنځ  د پولي، بانکي او مالي همکاریو زیاتوالی د سوداګریزې را کړې ورکړې د پراختیا اساس دی.
(last modified 2023-06-14T06:17:43+00:00 )
Jun 14, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر ترمنځ د پولي، بانکي او مالي همکاریو پراختیا

د ایران او قطر هېوادونو د مرکزي بانکونو چارواکي وايي، چې  د دواړو هېوادونو ترمنځ  د پولي، بانکي او مالي همکاریو زیاتوالی د سوداګریزې را کړې ورکړې د پراختیا اساس دی.

د ایران او قطر هېوادونو د مرکزي بانکونو چارواکي وايي، چې  د دواړو هېوادونو ترمنځ  د پولي، بانکي او مالي همکاریو زیاتوالی د سوداګریزې را کړې ورکړې د پراختیا اساس دی.

د اسلامي ایران او قطر د مرکزي بانکونو چارواکو له یو بل سره په لیدنه کې د سوداګریزو چارو د پراختیا د زمینې برابرولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمینځ د پولي، بانکی او مالی ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت او قطر د مرکزي بانکونو مشرانو «محمدرضا فرزین» او «شیخ بندر بن محمد آل ثاني»، د ایران او قطر د سوداګریزې ملګرتیاو بې شمیره اقتصادي ظرفیتونو او بیلا بیلو برخو ته په اشارې سره، د دغه هیواد او قطر د تجارتی ملګرتیاو په ضرورت ټینګار وکړ  او زیاته یې کړه چې  د دواړو هېوادونو ترمنځ پولي، بانکي او مالي همکارۍ باید زیاتې شي.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د مرکزي بانک مشر چې د قطر پلازمینې دوحې ته په سفر تللی نن (چهارشنبه) د قطر د مرکزي بانک له مشر شیخ بندر بن محمد آل ثاني سره په کتنه کې وویل: په اوسني حالت کې د دواړو لورو او څو اړخیزو بانکي اړیکو پیاوړتیا او د موجوده ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د دواړو هیوادونو اقتصاد د اجنډا په سر کې ځای لري.

د مرکزي بانک سرپرست زیاته کړه: د تهران او دوحې ترمنځ د پولي او بانکي اړیکو په پراختیا سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د پام وړ وده وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په دې اساس باید اړوندې همکارۍ په چټکۍ سره زیاتې شي  او دې موخې ته د رسیدو لپاره، اړینه ده چې ټولو ظرفیتونو ته پاملرنه وشي.

په دغه کتنه کې د ایران او قطر د مرکزی بانکونو مشرانو د دواړو لورو د اقتصادي او تجارتي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د مالیاتي پلاتفورمونو او په پولي او بانکی برخو کې د شرکتونو د اسانتیاو په برابرولو باندې ټینګار وکړ.

د قطر د مرکزی بانک مشر هم په دغه کتنه کې په بېلا بېلو اقتصادي او تجارتي ډګرونو کې د تهران او دوحې ګډو ملګرتیاو ته په اشارې سره وویل: د ایران او قطر ترمینځ د تجارت او تبادلې د زیاتولو لپاره زیات فرصتونه شته چې باید ترسره شی.