د ایران او نیکاراګوا ترمنځ د همکارۍ درې سندونه لاسلیک شول
د ایران او نیکاراګوا لوړ پوړو چارواکو د پنجشنبې په سهار د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د همکارۍ درې سندونه لاسلیک کړل.
د ایران او نیکاراګوا لوړ پوړو چارواکو د پنجشنبې په سهار د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د همکارۍ درې سندونه لاسلیک کړل.
دجمهوري رياست دمعلوماتو له مخې، دغه تفاهم ليکونه دجمهوري رياست، اقتصادي همکاريو، سوداګرۍ او دطبي وسايلو او تجهيزاتو په برخو کې وو چې د ايران او د وينزويلا د بهرنيو چارو د وزيرانو له خوا لاسليک شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، له نیکاراګوا سره د اړیکو د پراختیا او ژورولو په هدف، وینزویلا ته د خپل سفر له پای ته رسیدو وروسته، نن سهار مناګوا ته ورسید.
ټاکل شوې چې ښاغلی رئیسي له نیکاراګوا وروسته لاتینې امریکا ته د پیل شوي سفر په لړ کې کیوبا ته ولاړ شي.