د ایران او نیکاراګوا ترمنځ د همکارۍ درې سندونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134430-د_ایران_او_نیکاراګوا_ترمنځ_د_همکارۍ_درې_سندونه_لاسلیک_شول
د ایران او نیکاراګوا لوړ پوړو چارواکو د پنجشنبې په سهار د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د همکارۍ درې سندونه لاسلیک کړل.
(last modified 2023-06-14T21:35:40+00:00 )
Jun 15, 2023 01:59 Asia/Kabul
  • د ایران او نیکاراګوا ترمنځ د همکارۍ درې سندونه لاسلیک شول

د ایران او نیکاراګوا لوړ پوړو چارواکو د پنجشنبې په سهار د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د همکارۍ درې سندونه لاسلیک کړل.

د ایران او نیکاراګوا لوړ پوړو چارواکو د پنجشنبې په سهار د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د همکارۍ درې سندونه لاسلیک کړل.

دجمهوري رياست دمعلوماتو له مخې، دغه تفاهم ليکونه دجمهوري رياست، اقتصادي همکاريو، سوداګرۍ او دطبي وسايلو او تجهيزاتو په برخو کې وو چې د ايران او د وينزويلا د بهرنيو چارو د وزيرانو له خوا لاسليک شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، له نیکاراګوا سره د اړیکو د پراختیا او ژورولو په هدف، وینزویلا ته د خپل سفر له پای ته رسیدو وروسته، نن سهار مناګوا ته ورسید.

ټاکل شوې چې ښاغلی رئیسي  له نیکاراګوا وروسته لاتینې امریکا ته د پیل شوي سفر په لړ کې کیوبا ته ولاړ شي.