ایران او کیوبا د سیمه ایزې ملګرتیا د پراخولو مخکښان دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: ایران او کیوبا د سیمه ایزې ملګرتیا د پراختیا له مخکښانو دي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان کیوبا ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سفر ته په اشارې سره په یو ټویټ کښې ولیکل: ایران او کیوبا د سیمه ایزې ملګرتیا مخکښان دي او کوې شي چې د دنیا په دوو اړخونو کښې په جوړو شویو ائتلافونو کښې د یو بل د شتون فرصت برابر کاندي.
هغه هم داشان زیاته کړه چې د دې ملګرتیا تمرکز د بایو ټیکنالوجۍ، او هم داشان په تخنیکي، طبي او د انرجۍ په برخې دی.
د ایران د خارجه وزیر په لیکنه، کیوبا، لاتیني امریکې ته د ډاکټر رئیسي د سیمه ایز سفر وروستی منزل دی.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن سهار هاوانا ته ورسید او د دغه ښار په نړیوال هوايي ډګر کښې یې د کیوبا د چارواکو له خوا تود هرکلی وشه.