د ایران خارجه وزیر قطر ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134654-د_ایران_خارجه_وزیر_قطر_ته_لاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د قطر له جګ پوړو چارواکو سره د لیدو کتو په موخه تیره شپه د یو سفارتي پلاوي په مشرۍ له تهرانه دوحې ته روان شو.
(last modified 2023-06-19T21:20:44+00:00 )
Jun 20, 2023 01:49 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر قطر ته لاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د قطر له جګ پوړو چارواکو سره د لیدو کتو په موخه تیره شپه د یو سفارتي پلاوي په مشرۍ له تهرانه دوحې ته روان شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د قطر له جګ پوړو چارواکو سره د لیدو کتو په موخه تیره شپه د یو سفارتي پلاوي په مشرۍ له تهرانه دوحې ته روان شو.

د ایرنا د خبر له مخې، دوه اړخیزې خبرې او د سیمې او نړۍ د مهمو مسائلو او هم داشان د بندیزونو د لرې کیدو په مذاکراتو پورې د اړونده موضوعاتو په شان چارو په هکله خبرې اترې به په قطر کښې د امیر عبداللهیان د ملاقاتونو اصلي چورلیزونه وي.

هغه سره په دې سف ر کښې د جراجيي چارو د مرستیال مجتبی بني اسدزاده، د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن د غړي ابراهیم رضايي او د خارجه وزارت د علمي ډیپلماسۍ د صلاحکار علیرضا کوهکن په شمول یوشمیر چارواکي ملګري دي.

د ایران خارجه وزیر به له قطر نه پس، د عمان له چارواکو سره د صلاح مشورې او د نظر د تبادلې په موخه مسقط ته لاړ شي.