د قرآن سپکاوي د بشریّت او اسلامی ارزښتونو سپکاوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135134-د_قرآن_سپکاوي_د_بشریّت_او_اسلامی_ارزښتونو_سپکاوی_دی
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل د قرآن سپکاوی، د بشریّت  او اسلامی ارزښتونو سپکاوی دی  او اسلامی تولنه به ورڅخه تیره  نشي.
(last modified 2023-06-30T08:21:37+00:00 )
Jun 30, 2023 12:48 Asia/Kabul
  • د قرآن سپکاوي د بشریّت او اسلامی ارزښتونو سپکاوی دی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل د قرآن سپکاوی، د بشریّت  او اسلامی ارزښتونو سپکاوی دی  او اسلامی تولنه به ورڅخه تیره  نشي.

 زمونږخبریال راپور ر اکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر نن د رفسنجان د جمعې لمانځه د اداکونکو  په ټول کې پخپلې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په محکومولو سره  ووئيل،، ټول الهی او آسماني دینونو ټول خلک د قرآن کریم په سپکاوي ډير خپه شوي دي او دا د  اسلامی ارزښتونو او بشریّت سپکاوی دی او اسلامی ټولنه به ورڅخه تیره نشي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر زیاته کړه،مسلمان چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ژوند کوي له دغو سپکاویو ئې خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړی دی .

ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د مقدساتو سپکاوي د عقیدې او د بیان د آزادۍ د دوروغجنو دفاع کونکو په وسیله شوي دي ووئیل، ځوانان باید پوهه شي دوي له آزادۍ سره مخالف دي اویوازې  ئې د عقیدې او بیان له آزادۍ څخه د دروغجن ملاتړ پوسټر او بورډ پورته کړی دی.

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز نن د ایران جنوب کرمان ولایت ته په سفر کې څو عمراني او خدماتي پروژې هم افتتاح کړې.