د وژل شویو افغانستاني ښاریزودانځورونو خپرول د ځینو رسندویو شیطنت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135248-د_وژل_شویو_افغانستاني_ښاریزودانځورونو_خپرول_د_ځینو_رسندویو_شیطنت_دی
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د پوله ساتو د قوماندانۍ اجتماعی معاونت په یوه خبرتیا کې د دغه خبر په ردولو سره وویل په تیرو ورځو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکیو اود افغانستان د پولې متجاوزانو ترمینځ هیڅ ډول وسله وال ټکر ندی رامینځته شوی او خپره شوی انځورونه د ایران اوافغانستان د ګډو پولو ندي .
(last modified 2023-07-03T05:12:07+00:00 )
Jul 03, 2023 09:40 Asia/Kabul
  • د وژل شویو افغانستاني ښاریزودانځورونو خپرول د ځینو رسندویو شیطنت دی

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د پوله ساتو د قوماندانۍ اجتماعی معاونت په یوه خبرتیا کې د دغه خبر په ردولو سره وویل په تیرو ورځو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکیو اود افغانستان د پولې متجاوزانو ترمینځ هیڅ ډول وسله وال ټکر ندی رامینځته شوی او خپره شوی انځورونه د ایران اوافغانستان د ګډو پولو ندي .

 

د ایران د پوله ساتو د قوماندانۍ اجتماعی معاونت په مجازی فضا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکیو په وسیله د وژل شویو افغانستاني ښاریزو د انځورونو خپرول د ځینو رسندویو او هیوادونو شیطنت وباله .څو ساعته کیږی چی په مجازی فضا کې انځورونه خپریږی او هغو لاندې اشاره کیږی چی په دغو انځورونو کې په مځکه پرته مړي د یوشمیر افغان ښاریزو دي چی په غیرقانوني توګه اوړیدل چی د اسلامي ایران د پوله ساتونکیو له لوری وژل شوي دي .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د پوله ساتو د قوماندانۍ اجتماعی معاونت په یوه خبرتیا کې د دغه خبر په ردولو سره وویل په تیرو ورځو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکیو اود افغانستان د پولې متجاوزانو ترمینځ هیڅ ډول وسله وال ټکر ندی رامینځته شوی او خپره شوی انځورونه د ایران اوافغانستان د ګډو پولو ندي .

دغې خبرتیا په دې اړه د ځینو رسندویو او هیوادونو شیطنت ته په اشارې سره جوته کړه په ځینو ګاونډیو هیوادونو ، اروپایی هیوادونو او حتی امریکا کی د افغانستاني کډوالو پرضد د ځینو غیر انساني ځوخښتونو له پیلیدا سره په یووخت اوس داسې ښکاری په هغو پورې اړونده  رسندوی ډلې هڅه کوی چی د جالی انځورونو او خبرونو په خپرولو سره د ایران او افغانستان د دو وروڼو او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ درز رامینځته کړی .

په دغه خبرتیا کی ټینګار شوی دی چی د ایران او افغانستان خلک باید په دې زمینه کی ځیر ووسي او د لویدیځو رسندویو او روانی مرکزونو له عملیاتودوکه ونه خوري .