آذربایجان جمهوریت د ایران د مواصلاتي لارو په بندولو نه دی پسې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135364-آذربایجان_جمهوریت_د_ایران_د_مواصلاتي_لارو_په_بندولو_نه_دی_پسې
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د ناپېیلي هیوادونو د خارجه وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون په موخه باکو ته تللی دی.
(last modified 2023-07-05T22:31:25+00:00 )
Jul 06, 2023 02:54 Asia/Kabul
  • آذربایجان جمهوریت د ایران د مواصلاتي لارو په بندولو نه دی پسې

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د ناپېیلي هیوادونو د خارجه وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون په موخه باکو ته تللی دی.

هغه د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علی اف سره، د ملاقات په هکله وویل:  علی اف په ټینګار سره وویل چي هیواد یې د ایران د تاریخي مواصلاتي لارو په بندولو پسې نه دی او په راتلونکې کې هم دا کار نه کوي.

عبداللهیان یادونه وکړه چي تهران د اذربایجان جمهوریت امنیت د ځان امنیت بولي او په تهران کې د دې هیواد د سفارت د پېښې په هکله یې علی اف ته معلومات ورکړ.

د ایران خارجه وزیر وویل چي د دې پېښې په هکله څېړني بشپړه شوې او تمه ده چي اذربایجان جمهوریت هم خپلې څېړنې پای ته ورسوي.

د ایران خارجه وزیر همدارنګه وویل چي د دواړو هیوادونو ولسونه له یو بل سره زیات مشترکات لري او باید له غلط فهمیو پرته دواړو هیوادونو تر مینځ تګ راتګ او دوه اړخیزې اړیکې په ښه توګه دوام وموندي.

عبداللهیان همدارنګه په خپل ټویټر کې هم په یوه پیغام کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علی اف سره خپل ملاقات رغنده بللې او هیله یې څرګنده کړې چي له دغه ملاقات وروسته د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو ورانوونکي ناهیلي شي. د ایران خارجه وزیر همدارنګه د ناپییلې هیوادونو د خارجه وزیرانو د کنفرانس په ترڅ کې د کویټ د بهرنیو چارو له وزیر شیخ سالم عبدالله الصباح سره ولیده او دواړو لورو د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو او د سیمه ایزو چارو په هکله خبرې اترې وکړې.