چین په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو د ختمېدو غوښتونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135452-چین_په_ایران_باندې_د_لګول_شویو_بندیزونو_د_ختمېدو_غوښتونکی_شو
په ملګرو ملتونو کې د چین دائمي استازی له امریکا او اروپا څخه غوښتنه وکړه چي د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په رعایتولو سره، په ایران باندې ټوله یو اړخیز بندیزونه لیري کړي او د برجام هوکړې ته ژمن ووسي.
(last modified 2023-07-08T04:20:08+00:00 )
Jul 08, 2023 08:48 Asia/Kabul
  • چین په ایران باندې د لګول شویو بندیزونو د ختمېدو غوښتونکی شو

په ملګرو ملتونو کې د چین دائمي استازی له امریکا او اروپا څخه غوښتنه وکړه چي د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په رعایتولو سره، په ایران باندې ټوله یو اړخیز بندیزونه لیري کړي او د برجام هوکړې ته ژمن ووسي.

لوېدیځو رسنیو تېره اوونۍ د یوه راپور په خپرولو سره، اعلان وکړ چي دریو اروپایي هیوادونو، انګلیس، فرانسه او جرمني غواړي د امریکا په ملګرتیا سره، د امنیت په شورا کې د ایران ضد توغندوي بندیزونه وغځوي، په داسي حال کې چي د روان میلادي کال په اکټوبر میاشته کې په ایران باندې د امنیت شورا د توغندوي بندیزونو موده پای ته رسیږي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی ژانګ جون د امریکا او د اروپایي هیوادونو له لورې په ایران باندې د یو اړخیزو بندیزونو د لګولو په مخالفت کې، له امریکا او اروپا څخه غوښټنه وکړه چي له دغه ډول چټي اقداماتو لاس واخلي.

د چین استازی د امنیت شورا په غونډه کې له واشنګټن څخه غوښتنه وکړه چي د دغه شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په رعایتولو سره، په ایران باندې ټوله یوه اړخیز بندیزونه لیري کړي او د برجام ایټمې هوکړې ته راستنه شي.